د ځوانانو د نړیوالې ورځې لپاره د کابل د ښوونې او روزنې له پوهنتون څخه زه د استازي په توګه د افغانستان د ځوانانو ټولنې ته ور وپيژندل شوم. دغه ورځ چې د ځوانانو لپاره په ځانګړې توګه د محصلینو لپاره د ارزښت ډکه ورځ ده په شاندارو مراسمو کې د افغانستان د ځوانانو د ټولنې له خوا او د ځینو خصوصي شرکتونو په مالي ملاتړ ولمانځل شوه. دغه ورځ چې د ډیری برخې ملاتړ د کام ایر هوايي شرکت په غاړه درلود، د غونډې په پای کې یې اعلان وکړ چې د دوی شرکت به د شلو ممتازو محصلینو د ستاینې لپاره دوی ته د دوو تفریحي سفرونو لپاره امکانات مساعد کړي. په دغه سفرونه کې لس کسان یې د آلماتا او لس نور یې د هندوستان لپاره ټاکل شوي وؤ. د هیرولو د نه وي چې په دغه پروګرام کې د افغان بیسیم نړیوال مخابراتي شرکت او ځینو نورو شرکتونو هم دغه شل غوره ځوانان چې د افغانستان د هر یو پوهنتون استازيتوب یې کاوه ونازول.
د نیکه مرغه زه هم د دغه تفریحي سفر یو غړی شوم چې د هندوستان هېواد په ټیم کې برابر شوم. زه خپله د دغه شان سفرونو پایلې د ځوانانو لپاره نیکې ارزوم او د خصوصي شرکتونو دغه ګامونه د ځوانانو د ویښتیا او روښانتیا لپاره ګټورې بولم.
د پروګرام وروسته د ټولنې معاون زموږ څخه د عکسونو او تذکرې غوښتنه وکړه تر څو پاسپورټونه راته جوړ کړي. او موږ ته یې وویل چې دوی به موږ ډېر ژر دغه ښارونو ته استوي.
کله چې زموږ آزموینې خلاصې شوې دغه ټولنې ته لاړو، او د سفر پوښتنه مو وکړه، موږ ته یې وویل تاسو خپله پاسپورټونه جوړ کړئ. پاسپورټونه مو هم ورته جوړ کړل او وروسته له ډېر ځنډ څخه د هند سفارت ته د مرکې لپاره وبلل شوؤ.
مرکه هم په ښه توګه پای ته ورسیده او بالاخره د جمعې ورځ د کب د میاشتې ۲ د ۱۳۸۷ کال زموږ د سفر نېټه وټاکل شوه چې د ډهلي په لور رهي شو. په دغه سفر کې زموږ سره اوه کسان وؤ.
د ډهلي په هوايي ډګر کې مو د سفارت د ښوونې او روزنې د څانګې له کارکوونکي وکیل او د افغانستان د علومو اکاډمۍ د رئیس ښاغلي راشدي سره لیده کاته وشول. وروسته له پنځو بجو د کام ایر هوايي شرکت دفتر ته لاړو بیا هلته نژدې تر اوو بجو پورې تم وؤ او هلته مو د کام ایر د هوايي شرکت له معاون سره هم لیده کاته وشول.
په اوو بجو د خپل میلمستون په لور رهي شوو، هغه ځای چې هلته یې د اوسېدو لپاره موږ ته په کرایه کړی وؤ. هغه میلمستون ته د شپې په لسو بجو ورسېدو زموږ د دغې ورځې سفر د سهار په شپږو پیل شوی وؤ چې د ماسختن په لسو بجو پای ته ورسېدو.
زموږ میلمستون په ګریتر کیلاش (Greater Kailash “G.K-1”) کې وؤ. هلته زموږ اوؤ کسانو لپاره دری د خوب کمرې او یوه د ناستې کمره راکړل شوې وې. د ډوډۍ انتظام یوه افغاني هلک کاوه او افغاني ډوډۍ یې راته پخوله.
په صبا ورځې یې د ټیم ټولو غړو کاري غونډه وکړه او د افغانستان د ځوانانو د ټولنې فرهنګي مرستیال یې د دغه ټیم مشروټاکلو. پریکړه وشوه چې د هر کار لپاره د ټیم غړي آزاد دي خو د کار د لا ښه سمبالښت لپاره باید له مرستیال سره اړيکه وکړي.
په دویمه ورځ د غرمې وروسته یوې سیمې ته چې هلته افغانان ډېر اوسېدل هلته لاړو. د دغه سیمې نوم لاچ پت نګر وؤ او جالبه خو دا ده چې په ټوله ډهلي کې د افغاني وچې ډوډۍ یوه نان بايي وه هغه په دغه سیمه کې وه او ټولو افغانانو هڅه کوله چې له دې ځایه ډوډۍ واخلي.
دلته د شپې تر ناوخته تم شو او وروسته بیا خپل میلمستون ته چې نژدې ۲۰ دقیقې ترې لرې وؤ لاړو. صبا ورځ د ټیم ټول غړي د لاچ پت نګر تر څېرمه هغه بازار ته لاړل چې سنټرال مارکیټ نومېده او هلته یې سودا کوله. تر مازدیګره په دغه مارکیټ کې وؤ. او بیا بېرته خپل کورته ستانه شوؤ.
د دوشنبې په ورځ د سهار په پنځو بجو د اګرا ښار په لور روان شو. په دغه ښار کې د اسلامي امپراطورۍ یوه نښه چې په نړیوالو توریسټیک آثار کې یې شپږم مقام ترلاسه کړی موقعیت لري. دغه ځای چې ډېرو خلکو یې نوم اورېدلی تاج محل دی چې د ډهلي ښار په ۲۰۳ کیلومټري کې موقعیت لري. د لارو په اوږدو کې چې کله مو ۱۳۰ کیلومتره مزله ووهو یوه ماڼۍ مو د تاج محل په شان ولیده موږ ګمان وکړ چې دغه تاج محل دی.
خو ډریور د دغه ماڼۍکیسه په لاندې بڼه راته وکړه:
«دلته یو سپین ږیری شتمن اوسېدو، یو زوی یې درلود او ده خپله ټوله شتمنۍ د هغې په نامه کړې وه. خو زوی یې هغه د کوره وباسو، بیا ده حکومت ته شکایت وکړ او حکومت د محکمې د پریکړه وروسته د ځای ټول جایداد یې بېرته پلار ته ورکړل. پلار یې له حکومت غوښتنه وکړه چې کله دی مړ شي نو حکومت دې په دغه شمتنۍ ده ته لکه تاج محل ماڼۍ جوړه کړي. حکومت بیا پریکړه وکړه چې دغه ماڼۍ دې دی خپله پیل کړي که چېرې پای ته و نه رسيده نو بیا به یې حکومت پای ته ورسوي. همداسې وشول.» خو ما چې دغه ماڼۍ ولیده د تاج محل سره یې ډېر زیات توپیر درلود هغه ډېر په ښکلی ښکاري. خو هر څوک یې چې له نژدې وګوري نو بیا یې توپیر ورته څرګندېږي.
موږ خپل مزل ته دوام ورکړ او د تاج محل سیمې ته ورسېدو، د تاج محل د دروازې په ۵ کیلومترۍ کې ګاډۍ تم شو او پنځه کیلومتره مزل مو د اوښانو په ګاډو ووهلو. هلته ورسېدو او د بهرنیو د ټکټ بیه ۵۱۰ هندي کلداره وه هغه مو هم واخیست او تاج محل مو له نژدې ولید. د تاج محل په اړه دا لاندې روایات دي:
«تاج محل د مغلو د پنځم پادشاه شاه جهان په وخت کې جوړ شوی دی، ویل کېږي چې شاه جهان دغه ماڼۍ خپلې میرمنې ممتاز بیګم ته د خپل واده د کلیزې په ورځ ډالۍ کړې وه. دغه ماڼې چې نژدې ۴۰۰ کلن تاریخ لري په ډېره ښکلې اوظریفه بڼه جوړ شوی دی. دا چې څلورسوه کاله وړاندې پرته له ماشینونو دومره ظریف کار شوی دی ډېر په زړه پوری او نه منونکی دی. ویل کېږي چې کله دغه ماڼۍ بشپړه شوه نو شاه جهان ټول معماران راوغوښتل او ورته ویې ویل چې تاسو کولای شئ له دغې څخه ښکلې ماڼۍ جوړه کړئ. هغوی ورته هو وکړل نو شاه جهان د هغوی ټولو لاسونه پرې کړل تر څو دغه شان او یا د دې څخه بله ښکلې ماڼۍ جوړه نکړي.
تاج محل ډېره لویه سیمه لري او د دریو خواو څخه ورته لارې راغلي دي. په هره دروازه کې یو جومات لري او په څلورمه خوا کې یې اوبه بهېږي. پارک يې ډېر ښه ښکلی جوړ شوی د ماڼۍ په وړاندې یو کوچنۍ حوض دی چې د ماڼۍ ښکلا یې نوره هم زیاته کړې ده.»
په دغه ځای کې د عکسونو د اخیستلو وروسته بېرته د ډهلي په لور روان شوو، لا د تاج محل د سیمې نه وؤ وتلي چې د ترافیکو په ګوتو ولوېدو. هغوی ویل چې تاسو ګاډۍ په سم ځای کې نه دی پارک کړی او ډریورو وروسته له دې چې هغوی ته یې ۶۰۰ هندي کلدارې ورکړې را خوشی شو.
په څلورمه ورځه وروسته له غرمې د ډهلي ښار د کمپیوټر د مارکيټ په لور چې د نهرو پلیس په سیمه کې دی روان شو. هلته مو هم لږ څه سودا وکړه. د کمپیوټر د پرزو بیې هلته او په افغانستان کې ډېر زیات توپیر نه لري.
د غرمې وروسته بیا د مسلمانانو یو ښارګوټي ته لاړو چې د چاندني چوک په نوم یادېدو، په دغه سیمه کې د سودا اخیستلو لپاره مارکیټونه وؤ، چې هلته د کتاب خرڅولو دوکانونو، د جامو او یوناني توکو د خرڅولو دوکانونه دي. په دغه سیمه کې د ماسختن تر ۱۰ بجو پورې پاتې شو اوبیا بېرته د میلمستون په لور روان شو.
د چهار شنبې په ورځ موږ ټول باید د راجستر کولو لپاره د پولیسو مرکز ته تللي وی، هماغسې مو وکړل او راجستر ته لاړو هلته مو تر ۱۲ بجو د پولیسو سره دوخلي او خروجي واخیستله. کله چې بهرنیان هندوستان ته ځي نو باید یو فارم ډک کړي چې په هوايي ډګر کې هم کتل کېږي او وروسته له راتګ څخه تر ۷ ورځو پورې باید هغه فارم د پولیسو مرکز ته یوسي او هلته باید ځان راجستر کړي او د بیرته وتګ په وخت کې هم باید د پولیسو د مرکز څخه خروجي واخلي او بیا باید هوايي ډګر ته لاړ شي. د راجستر لپاره باید دوه انځورونه د پاسپورټ بشپړه کاپي، د پولیسو د فارم کاپي او د میلمستون د تصدیق کاپي اړین دي.
د راجستر کولو وروسته زموږ ټول ټیم په ډهلي کې د افغانستان د سفارت میلمه وؤ او هلته لاړو. هلته مو له وکیل چې د ښوونې او روزنې په برخه کې کار کوي وکتل او همدغه شان مو د سفارت له معاون ښاغلي افضلي سره لیده کاته وکړل.
د نوموړي سره مو د پولیسو سره د راجستر کېدو په ستونزو خبرې وکړې چې ده یوازې تصلیت ورکوونکي ځوابونه راکړل او په هندوستان کې مو د افغان محصلینو د زده کړو په بهیر هم خبرې وکړې. چې نوموړي ترې ډېرې ناهیلي ښکاره کړه او وویل چې دلته ټول په واسطو راځو خو یو هم بیا درس نه وایي یوازې د نورو مستحقینو حق ضایعه کوي.
د غرمې له ډوډۍ وروسته مو د سفارت د فرهنګي آتشه ښاغلي خالق رشید سره هم وکتل او د هغې سره مو د سفارت په فرهنګي فعالیتونو او د سفارت د تعمیر د بیاودانولو په اړه خبرې وکړې.
وروسته له هغې د سفارت په ګاډي کې مو د هند د جمهوري ریاست او پارلمان ننداره هم وکړه او بیا یې د ډهلي یو لوی بازار چې پلیکه بازار نومیده ته بوتلو. دغه بازار چې زموږ ملګرو ورته د چل بازار نوم کېښود د ځمکې لاندې جوړ شوی دی او د مارکیټ په سر یو ډېر ښکلي او لوی پارک دی چې ډېر خلک هلته دتفریح لپاره راځي. په دغه بازار کې د ځمکې لاندې ټول ټال ۷۰۰ دوکانونه دي چې کله څوک هلته لاړ شو نو ځان ورکوي. دغه مارکیټ داسې پروګرام لري چې یو شی ډېر لوړ بیه کوي او بیا یې وروسته په ډېره ټیټه بیه خرڅوي. د مثال په بڼه ما د یو شي پوښتنه وکړه هغه یې راته په ۳۰۰۰ هندي کلدارې بیه کړ خو وروسته له ډېر اخ ډبه هغه مې په ۳۰۰ هندي کلدارې ترلاسه کړ او هماغه شی مې په بل دوکان کې بیا په ۲۵۰ هندي کلداري راونیو.
په دغه مارکیټ کې هم تر ډېره وخته پاتې شو او د شپې نژدې په لسو بجو بېرته خپل میلمستون ته لاړو. د پنج شنبه ورځ د ډهلي د تاریخي ځایونو د کتلو لپاره ځانګړې شوې وه. په یوه بجې قطب منار ته لاړو چې د مهرولي په سیمه کې وؤ. دغه منار چې د اسلامي امپراطور سلطان قطب الدین په وخت کې جوړ شوی دی دا لاندې روایات یې په اړه راغلي دي.
«دغه منار په ۱۸۸۲ کې جوړ شوي وؤ چې نژدې ۱۰۰ متره اوږدوالۍ یې درلود. داسې ویل کېږي چې په دغه سیمه کې د هندویزم د پیروان یو مندر وؤ نو سلطان قطب الدین هغه ونړوؤ او په ځای یې دغه منار جوړ کړ او د هغه تر څنګ یې یو جومات هم جوړ کړل. کله چې د مسلمانانو حکمروايي د هغه ځایه ختمه شوه نو د هندویزم پیروانو هغه جومات وسیځو. اوس دغه منار د یوه طیاره د تصادم له کبله نړېدلی دی. دا ځکه چې د مهرولي سیمه د هوايي ډګر تر څېرمه ده، خو د سیمې مسلمانان بیا وايي چې دغه منار هم قصدي نړول شوی دی. دغه منار بیا د توریسټیکو ځایونو نړیوال سازمان جوړ کړی دی چې اوس ۷۰ متره دی. د دغه منار تر شاوخوا آیت الکرسي شریف لیکل شوې ده.»
د دغه ځایه وروسته د هند یوې بلې نامتو سیمې ته چې لوټس ټمبل نومېدو لاړو. دغه سیمه چې د ښاره لږ وتلې ده، یوښکلی پارک لري چې ډېر خلک یې لېدو ته ورځي، دغه سیمه تاریخي ځای نه دی خو ډېر ښکلی جوړ شوی دی ډېر ښه باغونه او پارکونه لري. په دغه سیمه کې یو لوی سالون دی چې د هر مذهب خلک هلته ځي او د څو شیبو لپاره هلته چپ تم کېږي او د خپل خدای لپاره دعا کوي. د دغه پارک سیمه ډېره لویه ده.
د هغې وروسته بیا لال قلعه ته لاړو، لال قلعه په چاندني چوک کې ده او د هند د بالاحصار حیثیت لري. دغه لویه قلعه چې د مغلو لومړي پادشاه جوړه کړې، په ډېره لویه سیمه کې جوړه شوې ده. همدې ورته بله قلعه هم شته چې په اګره کې تاج محل ته نژدې جوړه شوې ده. هغه هم لال قلعه نومېږي. دغه قلعه چې د پادشاهۍ تر ماڼۍ شپږ دروازې لري ټول په سره رنګ دي. او خپله شاهي ماڼۍ بیا د مرمرو له ډبرې جوړه شوې ده. په دغه ځای کې به مغل خلکو ته خبرې کولو او هغوی ته به یې خپل پیغامونه رسول. ماڼۍ ته نږدې یو مرمرین جومات هم جوړ شوی. په دغه قلعه کې د ننه یو لوی مارکیټ هم وؤ چې یوازې لاسي صنایع یې اوس خرڅول. دغه قلعه نژدې پنځه سوه کلن تاریخ لري.
د لال قلعه وروسته جام مسجد ته لاړو. جام مسجد هم په دغه سیمه کې دی او لال قلعه ته نژدې دی چې د مغلو پنځم پادشاه شاه جهان جوړ کړی دی. دغه جومات هم لکه تاج محل دری دروازې لري او کله چې څوک غواړي هلته د ننه شي نو هلته ځوړند شوي مقررات باید مراعات کړي. چې د هغې څخه یو د بوټان ایستل دي. موږ چې کله هلته لاړو نو څو بهرنیان راغلل نو د جومات ساتونکي ورته وویل چې تاسو بربنډ یاست نو ځکه د دغو مقرراتو پر بنسټ تاسو ته اجازت نشته چې د ننه شئ. بیا هغه بهرنیانو د هماغه ساتونکي څخه یو چپنه واخیسته او هغه یې واغوسته بیایې د ننوتو اجازت ورکړو. کله چې بېرته وتله نو هغه خپله چپنه یې بېرته ساتونکي ته وسپارله. دغه جومات هم ډېر لوی صحن لري او د صحن په منځ کې د اوداسه لپاره یو حوض جوړ شوی دی او د حوض په مقابل کې بیا دغه مرمرین ښکلی جومات دی چې د اسلامي لویو تاریخي جوماتونو په کتار کې راځي.
له دې ځایه وروسته بیا انډیا ګیټ خواته لاړو. دغه سیمه د هند د جمهوري ریاست تر څېرمه وه او یو لوی بورج وؤ، د بده مرغه موږ هلته ماسختن ورسېدو او هلته مو څوک پیدا نکړل چې د هغې په اړه مالومات راکړي ګڼي دلته به مو ځای په ځای کړي وی.
د جمعې په ورځ مو د کابل په لور د روانېدو آمادګي کوله او د میلمستون څخه مو د سهار په ۹ بجو مخه ښه وکړه او د هوايي ډګر په لوري روان شو په هوايي ډګر کې د چک وروسته تر دری نیمو بجو پورې تم شو تر څو چې په دری نیمو مو الوتکه والوته. په الوتکه کې ځينې نامتو کسانو هم راسره وؤ خو دردېدونکي کیسې یې دا وې چې یوه افغانه د درملنې لپاره هند ته راغلې وه د درملنې وروسته په الوتکه کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړ او بل دردېدونکی خبر دا وؤ چې د افغانستان ځینو پردي پرورو خلکو د افغانستان د دود او فرهنګ ضد یوه هندۍ لوبغاړې (په یوه ډرامه کې یې نوم پرینا دی) د کومې نندارې لپاره رابللې وه او زموږ سره په الوتکه کې وه. کابل ته د ماښام په ۶ بجو راورسېدو.
پایله: دغه سفر یو تفریحي سفر وؤ. د دغه سفر لږ څه نا څه لاس ته راوړنه یې زموږ مالومات له پورته سیمو دي خو په ټولیزه توګه دغه شان سفرونه د افغان ځوانانو لپاره ګټور دي او د پردیو دودونو او فرهنګونو سره د دوی بلتیا ډېره اړینه ده چې د دغه شان سفرونو له لارې خپلې موخې ته رسیدلی شو.
په پای کې د کام ایر هوايي شرکت څخه مننه کوم چې دوی د ځوانانو په هڅونه او ستاینه کې خپل ایماني او وجداني دین په ځای کړی او د افغان ځوانانو د روزنې لپاره یې خپلې مرستې او مالي ملاتړ د افغان ځوانانو د ټولنې له لارې دردیدلو افغان ځوانانو ته وړاندې کړي دي. د هیرولو د نه وي چې په دغو هلوځلو کې د افغانستان د ځوانانو د ټولنې هلې ځلې هم د یادولو دي. په دو هیله چې په راتلونکې کې هم دغه ټولنه او نور خصوصي پانګه وال د ځوانانو په روزنه کې پوره ونډه واخلي.
په درنښت
سیدعبدالله ولي زی
وروستۍ څرگندونې