Select Page

ګرانو لوستونکو زه ډېرو ځایو ته لاړم او په ډېرو ناستوکې مې ګډون وکړ، هر ځای ته په چا لاړم نو د ماشومان حالت را ته په څرګنده توګه ښکارېده چې څومره د اغېزې لاندې دي. نو په دې سوچ شوم چې په دې اړوند څه راټول کړم. د نیکه مرغه چې په یوه غونډه کې په همدې اړوند خبرې کېدلې. نو ما د وپتیېله چې له هغې څخه څه وژباړم او له نورو کتابونه څخه په کارولو دغه لیکنه جوړه کړم. په دې هېله چې د دې لیکنې لنډ معلومات تاسو ته په زړه پورې تمام شي.

دروغ او غلا  خراب، او د اخلاقي مواردو سره مخالف عملونه دي. ماشومان بې له دې چې پوه شي، چې دغه یو خراب کار دی هغه ترسره کوي. البته د دروغو بدوالى له غلا څخه کم نه دی او دغه دواړه بد عملونه ډېر وخت یو ځای وي مګر ولې؟ ولې ماشوم باید دروغ ووائي؟ ولې باید غلا وکړي؟

«ژان پیاژه»وایي دروغ ویل د ماشومانو لپاره له حقیقت څخه تېښته ده که چېرې هغه ځان په کورنۍ کې ښاغلی وګڼي د  گړيدوآزادي ولري د څه لپاره به په دروغ ویلو خپلې کورنۍ ته خیانت کوي؟ ماشوم د سختیو او مجازاتو په وجه په دروغ ویلو له خپلې کورنۍ څخه لېرې کېږي او ځان له هغوی څخه بیل ګڼي. ځکه هغوی داسې ګمان کوي چې دی سم کارنه ترسره کوي. مورني عواطف او احساسات یې له منځه ځي  او د دې په لټه کې وي چې څنګه د خپلوورځنيو اړتیاوؤ لپاره غلا وکړي. د ماشومانو څخه آزادي اخیستل او د هغوی د کړو وړو محدودول، د دې باعث کېږي چې هغوی فساد ته مخه وکړي.

هو! دروغ هغه دروازه ده چې د هغې دلارې ماشوم دوزخ ته ننوځي او په هغه ځای کې ټول هغه اخلاقي فسادونه شتون لري چې ماشوم يې ترې زده کوي. له همدې کبله په دې لیکنه کې لکه څنګه چې په ځانګړې توګه د دروغو په اړوند خبرې شوې دي نو ځکه دروغ او غلا دواړه یو ځای څېړل شوي دي. .

ومو ویل چې ولې یو ماشوم  دروغ ووایي؟ او ولې باید غلا وکړي؟ یو ماشوم چې کله پوهېږي هغه کار  چې ترسره کوي هغه کار کومه موخه نلري. نو ولې هغه ترسره کوي؟ البته د دې لپاره ډول ډول علتونه شته چې یو ماشوم دروغ ویلو او غلا ته اړ باسي: او په لاندې ډول دي:

  • یو له هغه علتونو څخه ځان ښوونه ده! لکه چې یو ماشوم د خپلو بریاوؤ یا ګټو په مقابل کې هغه ذهني تصورات لري چې هغه لاس ته نه شي راوړلای او په ځانګړې توګه د هغې موخه د ځان نامتو کول او د خلکو د پام وړ کیدل دي،مګر د بریاوؤ په مقابل کې هغې ته لاس نه مومي. او ددغې  ناپوهۍ په وجه د هغه د کورنۍ پاملرنه منحرفېږي . یعنې د هغه غریزه تحریف مومي.  پرته له دې چې ماشوم پوه شي هغه تحریف شوې غریزه يی په غلطه لاره روانیږي او د شتون اعلان کوي.. غلا او دروغ ویل یو له هغو انحرافي ځان ښوونې څخه دي. ماشوم له کوڅې څخه کور ته ځي او خپلې مور ته وايي چې پلار د موټر لاندې شو. مور په ډېره ناببره حالت او په چیغو کوڅې ته وځي، مګر کله چې ویني له پیښې څخه هیڅ خبر نشته. وروسته له پلټنې څخه  دا ورته څرګندېږي چې ماشوم دروغ ویلي دي په داسې حالت کې او په همدا شان حالتونو کې مور عصباني کېږي او خپل ماشوم ته سزا ورکوي..

ماشوم هغه شی چې په ورځنیو چارو کې په کور کې ډېر کارول کېږي هغه غلا کوي او په بل ځای کې یې پټوي. کله چې مور د ډیرې پلټنې وروسته عاجزه پاتې شي نو ماشوم په ډېر غرور او خندا سره هغه شی را اخلي او خپلې مور ته یې سپاري. مور چې په هغه شي پسې ډېره ګرځیدلې ، هغه ترې اخلي او ورته سزا ورکوي. که کله نرم زړه یا مهربانه وي ماشوم ته په نصيحت پیل کوي او له دې کار څخه چې یو شان غلا ده ماشوم منع کوي.

البته دا یوه نمونه ده خو په دې شان په زرګونو نورې نمونې هم شته. کله چې ماشوم څه شی غلا کوي او وروسته هغه بېرته خپلې مورته سپاري هغه ماشوم غواړي، د خپلې مور پاملرنه ځان ته راوړوي او د مور د تقدیر او محبت لاندې راشي. 

ځان ښوونه: 

یو د کړو ناهنجاره حالت  دى چې په کورنۍ کې دمور او پلار او په ښوونځي کې د ښووونکي د ناراحتیدو وجه ګرځي  اوهغه ځان ښوونه ده. ځان ښوونه هغه کړه، وړه او بې مورده خبرې دي چې ماشوم یې له ځانه ښیي.

ځان ښوونه څه وخت منځ ته راځي:

  • کله چې ماشوم د خپلې کورنۍ په ځانګړې توګه د مور او پلار د پاملرنې وړ نه وي.
  • کله چې د ماشوم خبروته پاملرنه ونشي آن تر دې چې  بې ځایه هم وي.
  • کله چې د ساعت تېرۍ په وخت کې ماشوم د هڅونې سره مخ  نشي.

دا هغه وخت دی چې ماشوم ځان ښیي او سوچ کوي چې دی هم یو وګړی دی او لکه  نورو ماشومانو غوندې یو انسان دی، او باید د نورو د پاملرنې وړ و اوسي. په دې وخت کې دی ځان ښوونه غوره کوي.

  • یو بل عامل د دروغ او غلا وېره (ډار) دی. کله چې یو ماشوم په لومړنیو زده کړو کې په یوه مضمون کې کمې نمرې ترلاسه کړي. په دې وېره کې وي چې کورنۍ به یې تهدید کړي هغه خبرپاڼه (اطلاعنامه) پټه او یا یې ورکوي. او کله چې مور یا پلار د خبرپاڼې (اطلاعنامه) پوښتنه ترې وکړي نو ماشوم دروغ ویلوته اړ کېږي.

مثلاٌ وایي: ښوونکی مریض وؤ نن یې آزموینه وانه خيستله یا کله چې ماشوم د خپل پلار له شیانو څخه کار اخلي. مثلاٌ: د پلار له خود رنګ څخه کار اخلي ناڅاپه د هغې څوکه ترې ماتېږي د دې لپاره چې د کورنۍ د تهدید لاندې رانشي هغه خود رنګ کثافت دانۍ او یا یې په بل ځای کې پټوي. کله چې پلار په خودرنګ پسې ګرځي نو ماشوم خپل غږ نه وباسي او کله چې ترې پوښتل کېږي د نا خبرۍ ځواب ورکوي. البته هغه وخت د پلار او مور ناراحتي او غصه زیاتیږی  چې ماشوم د دې کړو په تکرارولو بوخت شي. په دې حالت او په داسې نورو حالاتو کې اصلي عامل د پلار او مور خشونت دی. دا به ښه وي چې پلار او مور د خپلو ماشومانو سره عاطفي یا ښه اړیکه جوړه کړي، ترڅو ماشومان په دې وپوهیږي چې دوی ډېر ښه او زړه سواندي ملګري لري چې هغه یې مور او پلار دي او بې له کومې ستونزې د دوي د ستونزو په هوارولو کې ورسره همکاري او لارښوونه کوي.

  • بل عامل د تقلید مسئله ده. ماشومان د وړوکتوب په وختونو کې یوه مرحله تر سره تیروي چې د تقلید په نوم یادیږي. په دې مرحله کې ماشومان ځان د مور او پلار په شخصیت کې ځایوي. او د هغوي له کارونو څخه تقلید کوي. تقلید په وړوکتوب کې پای ته نه رسیږي بلکه په لوى توب کې هم ځينې وخت د نورو له کارونو څخه تقلید کیږي. چې ځینې کسان یو پر بل مدعي کېږي . او د هغې علت صرف دا نشي کیدای چې دوي په ماشوم توب کې په ښه توګه تقلید نه دی کړی. دا غریزه یا عاطفي میل یې په هماغه دوران کې له منځه وړل شوی او د هغې عقده په لوى توب کې را څرګندېږي. 

زموږ د بحث موضوع د ماشومانو په اړوند ده چې د ځوانۍ تر عمرونو پورې په بېلابېلو ډولونو دمور، پلار او ښوونکو له کارونو څخه تقلید کوي. نو ځکه ویلای شو چې د پلار او مور کړه وړه، ویل، اعمال او کرکترونه دماشوم د شخصیت په جوړولو کې لویه او اغیزمنه برخه لري. مور او پلار د دې لپاره چې ماشومانو ته دوکه ورکړي دروغ وايي یعنی داچې ورته وایي که دې فلانۍ دوا وخوړه او یا دا چې که دې فلانی کار وکړ نو زه به درته فلانى شی واخلم، او وروسته یې بیا ورته نه اخلي. 

هغه مور او پلار چې په ځېنوکورنيو مسئلو کې دروغ وایي او حتی په ځېنو مسائیلو کې ماشومان دروغو ته اړ باسي. 

ښځه او مېړه چې مدام د خپلو ماشومانو په مخ کې تر خپل مینځ دروغ وايي او یا دا چې مور او پلار د ماشومانو په مقابل کې میلمنو ته دروغ وايي، د دې برسېره چې هغوي د ماشومانو اعتماد پر خپل ځان له منځه وړي، ماشومان د تقلید په وجه په دروغ ویلو عادت کوي. چې همدا دروغ د غلا، اخلاقي او عاطفي انحرافاتو سبب ګرځي. نو دا به ښه وي چې پلار او مور د بې ځایه دروغجنو خبرو څخه ډډه وکړي او د خپلو ماشومانو په مخ کې دروغ ونه وایي او ماشومانو ته په دروغجنو وعدو باندې فریب ورنکړي . د دې پر ځای چې ماشوم له نورو څخه دنصیحت په نامه دغه اصول زده کړي ښه به وي چې له خپلې کورنۍ څخه یې د کړو او وړو په وجه زده کړي. ترڅو ماشومان صادق، ریښتین او پرهیزګاره ټولنې ته وړاندې شي. 

  • بل عامل د ماشومانو د غلا لپاره غریبي او مالي کمښت دی. البته ماشوم معمولاٌ په هغه سنینو کې په غلا لاس پورې کوي چې په  کې فکري فعالیت نلري او نشي کولای له مالي کمښت څخه صحيح تصور په ذهن کې ولري. عموماٌ ماشومان په ځينو مسلو کې چې مالي کمښت یې په لومړي كتار کې دی نه پوهیږي. خو مالي کمښت په غیر مستقیمه توګه د دې باعث کېږي چې ماشوم غلا وکړي.

مثلاٌ: ماشوم د خپل ملګري په لاس کې یو د لوبې توکی  چې ډېره بیه لري ویني، او بې له ځنډه هغه له خپل مور او پلار څخه غواړي او د هغې لپاره ژړا او زارۍ کوي. هغه پرته له دې چې پوه شي هغه شی چې غواړي ډېره بیه لري او مور او پلار یې د هغې د اخیستلو توان نه لري مکرراٌ د هغې د اخیستلو په لټه کې وي. 

په څه نه پوهیږي او فقط دا وایي چې باید هغه شی ولري. کله چې د کورنۍ، مشر، پلار یامور نشي کولای د مالي کمښت په وجه د خپل ماشوم هېله په ځای کړي او یا دا چې په همدغه شان مواردو کې د ماشوم هېلې نه شي پوره کولای.  داپه ماشوم باندې رواني اغیزه کوي او ماشوم انتقام اخیستونکی روزل کېږي.

ډېر لیدل کېږي چې په لومړنیو دورو کې ماشومان، کله چې پلار او مور یې د هغوي هېلې نشي پوره کولای د خپلو ټولګیوالو څخه غلا کوي. پر  ته له دې چې له هغه شي څخه ګټه واخلي هغه ماتوي یا یې پټوي. دغه شان غلا چې موږ ورته غلا هم نشو ویلای خو بیا هم یو شان غلا ده چې ماشوم یې د حسادت، انتقام اخيستنې او محرومیت په وجه کوي. 

د دې خبرې مطلب دا نه دی چې ماشوم هر څه غواړي هغه ورته واخیستل شي، ځکه دا هم ورته په خپل وار  سره زیان رسوي او ماشوم له کوښښ او هڅونې څخه ژغوري. البته هغه کسان چې د کورنۍ مشري په غاړه لري د دې دنده لري چې د ماشومانو مالي چارې په متوسطه توګه  برابرې کړي.

  • بل عامل بې ځایه محدودیتونه او ممنوعیتونه دي، چې پلار او مور یې خپلو ماشومانوته جوړوي. مور له دې وېرې چې ماشومان شیطانت کوي ځېنې توکي، لکه: ماتیدونکي توكي په بکس او خوړونکي په کنګل نیونکي کې قلفوي. البته دغه توکي په لازمه او پوره توګه د ماشومانو په اختیار کې نه ورکوي. نو دا ددې سبب کېږي چې ماشوم د ممنوعیت په وجې له دې توکو سره علاقه پیدا کړي. او په ځېنو فرصتونو کې چې مور او پلار یا نور کسان نه وي هغه غلا کړي. 

 

دلته دا کافي ده چې درانه مور او پلار په ریښتينې توګه د ماشومانو اړتیا درک کړي او د محدودیتونو، ممنوعیتونو اود  وچ دسپلین  څخه ډډه وکړي. نو په همدې ډول موږ کولای شو د ماشومانو د غلا او دروغو څخه مخنيوى وکړو.  

اوس موږ په دې و پوهېدو چې څنګه یو ماشوم په دروغ او غلا عادت کېږي. نو اوس زه له ټولو پلارنو او مېندو څخه هېله کوم چې د خپلو ماشومانو سره د ښه اړېکو په جوړولو ټېنګار وکړي. او هغوی له بدمرغۍ څخه وژغوري.

(دماشومانو د روانپوهنې له کتاب څخه ژباړه)

لیکونکی: پرویز خاکیه       ژباړن: سیدعبدالله ولي زی