سريزه
ځاني روزنه او سپورت د یوې ټولنې د عمومي روزنې یوه برخه ده او د یوې بشري ټولنې د فرهنګي، سیاسي، اقتصادي او کلتوري روابطو په پرمختیا کې ډېره مهمه ونډه لري.
د ځاني روزنې اساسي هدف او موخه د یوې ټولنې د ټولو غړیو د صحي وضعې تکمیلول او بهترول، د جسمي، دماغي او روحي استعدادونو انکشاف او د غوره عادتونو او دودونو ترسره کول، د ملي نوامیسو د حفظ په مقصد ژوند او د دې ترڅنګ د خارجي دښمن په وړاندې له خپلې خاورې او وطن څخه دفاع کول دي، خو له دې ټولو سره لوبې د سولې استازیتوب کوي او هیڅکله سیاسي پولې په رسمیت نه پېژني. په افغانستان کې بېلابېلو لوبې شتون لري او هره یوه یې په ځینې سیمو پورې اړوندې دي. په عمومي بڼه د افغانستان لوبي په دوه عمومي برخو ویشلای شو، چې اوله یې ملي لوبې او دوهمه یې محلي لوبې دي. ملي لوبې هغه لوبې دي چې د هېواد په سطح ترسره کېږي او د افغانستان په زیاتره برخو کې د خلکو په واسطه ترسره کېږي. او محلي لوبي هغه دي چې د خلکو په مینځ کې دود شوي او په هره سیمه پورې اړه لري. موږ دلته محلي لوبې په دوه برخو وېشو. اوله یې د ماشومانو لوبې او دوهمه یې د لویانو لوبې دي.
ګرانو لوستونکو په دې موضوع کې به هره لوبه تاسو ته در وپېژندل شي او د هغې په هکله به تاسو ته معلومات درکړل شي، دغه موضوع چې د سیدعبدالله «ولي زي»، هدایت الله «رحمت زي» او میرفیصل خالد «انصاری» په مرسته او نوښت اوډل شوې او را غونډه شوې ده د ځاني روزنې د مضمون لپاره ښه کورنۍ دنده کېدای شي.
له تاسو لوستونکو څخه په ډېره مهربانۍ هیله کېږي تر څو په خپل فهم او لوی والي سره، هغه غلطیانې چې د دې لیکنې په مطبوعات کې را منځ ته شوې وبښئ. او په دې هیله یو چې دغه لیکنه تاسو ته د خپل هېواد د لوبو لپاره اړین او کافي معلومات وګرځي.
ستاسو د لا بریاوؤ په هیله
سيدعبدالله ولي زی
د ماشومانو لوبې
د ماشومانو لوبې یوازې د وخت تېرولو په خاطر نه دي، بلکې دوی د راتلونکي ژوند د ښه سمبالښت لپاره چمتو کوي، دوی جدي کوي او اجتماعي روحیه پکې روزي. د مسؤلیت د اخیستلو لپاره یې چمتو کوي، د هغوی پټ استعدادونه څرګندوي او هغوی هڅاند، دقیق، ځیرک، کلک، کوښښي، کارکوونکی، جدي، هدف لرونکی، وخت پېژندونکی، اجتماعي، شریف، حلیم، زغمونکی او مسول روزي او داسې نورې ډېرې ښېګڼې لري. د دوی دغه عنعنوي لوبې د ټولنې د فولکلور او فرهنګ تر څنګ باوري او ملي ارزښتونه هم لري، چې باید د ښوونې او روزنې په لارو چارو او پروګرامونو کې ځای ورکړل شي.
زموږ د هېواد په ګڼو سیمو کې ماشومان ګڼې لوبې لري، چې د ټولو راټولول او معرفي کول ډېر وخت او پرله پسې کار غواړي، چې ځانګړي کتابونه پرې لیکل کېدای شي، خو موږ دا موضوع په ډېر لنډون سره د یو څو لوبو په یادولو سره پیل کوو.
پټ پټانی يا پټ پټونی (چشم پتکان):
دوه، دری یا څلور تنه ماشومان لومړی یو تن د سپوږمي په نوم ټاکي. دوی لومړی حلقه ودرېږي او یو تن وايي «ده، بیست، سي، رفتم عروسي، در موتر تکسي تق، توق، بیني پوچوق». په هر یو، چې «بیني پوچوق» راغی، هماغه له منځه وباسي او بیا همدا وینا تکراروي او یو تن وباسي. دا وینا د کسانو د شمیرې په اندازه ویل کېږي. په پای کې، چې هر یو پاتې شو، هماغه به یو ځای د جر په توګه ټاکي او په خپله به دواړه لاسونه په خپلو دواړو سترګو ږدي او مخ به دېوال یا ونې ته اړوي. دا مهال د ده نوم سپوږمی ټاکل کېږي. د نورو له خوا یو تن ورته وایي تخته. بل ورته وايي که څوک ګوري مور او پلار یې په تخته. دا وخت سپوږمی په خپل ځای و درېږي او نور یو خوا بله خوا تیتېږي. سپوږمی په لوړ آواز وایي: سپوږمۍ! نور ورته وايي: نه! د سپوږمۍ پوښتنه تر هغه وخته دوام مومي، تر څو چې یې دا نور ملګري ښه ځانونه پټ کړي. د سپوږمۍ او نه غږونه انګازې پیدا کړي او بیا نو سپوږمی د نورو په لټون کې شي او نور هڅه کوي، چې ځان جر ته ورسوي. که چېرته سپوږمي کوم تن ونیو او یا یې لاس پرې ولږېد، نو هماغه کس سپوږمۍ کېږي او که چېرته یې ګېر نه شو کړای او هغه ځان جر ته ورساوه، نو سپوږمی په تکراري ډول سپوږمی کېږي او بیا به سترګې پټوي.
مشواڼی (خطکان):
دا لوبه په ماشومانو کې ډېره زیاته ده. دوی د عمر او یا هم د ملګرتیا په لحاظ په دوه ډلو وېشل کېږي. هره ډله یو میر لري. د دواړو ډلو میران او غړي یو خوا بله خوا خورېږي او هره ډله هڅه کوي، چې په پټو پټو ځایونو په ځمکه، دېوال او یا په نورو ځایونو کې په تباشیر، سکور او یا هم په یوه تېره څیز سره تقریباٌ د پنځه سانتی په اندازه موازي کرښې وباسي. هره ډله، چې ډاډمنه شي، چې کرښې یې ډېرې ایستلي دي، آواز کوي «بولي بولي؟» هغه بله ډله، چې د کرښو شمېره یې کمه وي ورته وايي: «نه بولي» تر لږ ځنډ وروسته بیا ورته غږ وکړي «بولي بولي؟» که چېرته همغوی د کرښو په ډېر والي ډاډه وي، ورته غږ وکړي، چې «بولي». بیا نو دواړه ډلې یو ځای ته سره راغونډ شي،تر دې وروسته هره ډله د بلې ډلې د خطونو په ورانولو پیل وکړي. کله چې یې خطونه په سترګو لګې د X علامه پرې وباسي او یا هم د بطلان کرښه. کله چې دواړه ډلې په دې ډاډمنې شي، چې د حریف ټولې پټې کرښې یې د بطلان په کرښه ورورانې کړي دي، یو ځای ته سره راغونډ شي، دا مهال د دواړو ډلو میران له یو یو تن غړیو سره د پلاوي په توګه د دواړو خواو کرښې ګوري او شمېرې یې په پای کې ګوري، چې د کومې ډلې کرښې لا د ورانېدو نه بچ پاتې شوي او شمېره یې تر بلې ډلې ډېره ده. د هرې ډلې چې د کرښو شمېره ډېره وي، هماغه ډلې مسابقه یا لوبه ګټلې ده.
چار مغز يا غوز لوبه (چار مغز بورد):
دا لوبه زیاتره د چار مغزو د موسم په وخت کې ډېره ترسره کېږي، خو ډېر ځله په اخترونو او د نوي کال د مېلو په مهال هم ترسره کېږي. دا لوبه په دې ډول ترسره کېږي.
لومړی دوه یا څو تنه، چې هر یو له ځان سره ډېر شمېر غوزن لري، په ځمکه کې د یو یا یو نیم متر په اندازه دایره وکاږي. دا دایرې په وسطي برخه کې هر یو په ټاکلي شمېر غوزن په یو کتار ږدي او له دایرې څخه د دوه یا دری متره لیرې په واټن (فاصله) یو ځای ټاکي او په ځمکه کې یوه کرښه را کاږي. بیا په وار سره په یوغوز، چې لاس دانه یا سانقه یې بولي، د غوزانو په کتار ګوزار کوي. دا وخت چې تر ګوزار وروسته هر څو دانې د سانقې په واسطه له دایرې ووځي، هغه یې ګټلي دي. په لومړي ګوزار تر ګټلو وروسته نور ګوزارونو د دایرې له کرښې نه ترسره کېږي او دا کار تر هغه دوام مومي، چې کوم ګوزار یې خطا شي هر کله چې ګوزار خطا شي بیا د بل یو نوبت رسېږي. په همدې ترتیب لوبه دوام مومي.
د آس ګوټي ځغلول (چوچو کردن):
دا لوبه د ماشومانو لپاره ډېره په زړه پورې ده. ګټل او بایلل نه لري او په دوه کسو ترسره کېږي. د دې لوبې ترسره کول د یوې دوه یا دری متره رسۍ په وسیله سرته رسي. د دې لوبې د سرته رسولو طریقه په دې ډول ده.
دوه تنه همزولي ماشومان په خپلو کې تر موافقې وروسته یو آس شي او بل آس ځغلونکی. آس ځغلونکی د رسۍ منځنۍ برخه د آس په غاړه کې اچوي او بیا یې دواړه سرونه د هغه له اوږو څخه مخې خواته بیايي. له تخرګونو نه لاندې یې راتېروي او د رسۍ دواړه سرونه د قبضې په څېر په لاس کې نیسي. آس ځغلونکي چې هرې خواته د آس مخ اړول غواړي، همغې خواته یې قیضه لږ شان کشوي. آس ګوټی هماغې خوا ته تاوېږي.
آس ګوټی د ځغاستې پر مهال د رښتیني آس پېښې هم کوي کله پرنجي وکړي او کله مخ یو خوا او کله بله خوا د خور خور غږونه هم وباسي او تر هغې دوام مومي، چې دواړه ښه ستړي شي. په ځینو دري ژبو سیمو کې د آس ګوټي ځغلونکي د ځغاستې پر مهال دا شعر هم وايي:
اسپک زیبا من دست کشم برسرت
یارک تنهای من پاک کنم پیکرت
کاکلت افشان چراست؟ باز ترا زین کنم
یالت پریشان چراست؟ قیضه و قمچین کنم
ګاډله يا ارابه ځغلول (لولک دواني):
له ګاډله لوبې سره ماشومان ډېره مینه لري، ګاډیله یوه فلزي، ربړي او یا هم یوه دایروي بڼه تېږه وي، چې د موټو ټیر ته ورته شکل لري. د سیم او یا د لرګي په واسطه یې ځغلوي. په دې ډول، چې د سیم سر یې د چنګک په څېر کړۍ وي او یا یې د یومتر په اندازه لښته په منځنۍ برخه کې دوه ځایه قاته کړې وي او دواړه سرونه یې په یو لاس کې نیولي وي. د سیم یا لښتې چنګک او کږه برخه دګاډلې یا ارابې په شا پورې نښتې او د فشار په وسیله مخ په وړاندې تیله کېږي او پسې ځغلي. خو ډېره هڅه کوي، چې خپله ګاډېله یا ارابه له هر ډول موانعو څخه په څنګ او بچ کړي، تر څو یې ګاډېله چپه نه شي او بیا په هغې پسې ځغلي، تر څو چې ستړی شي. ځینې وختونه هلکان د ګاډېله یا ارابې ځغلولو مسابقې هم ترسره کوي او ډېره هڅه یې دا وي، چې چټک وځغلي او له ډېرو سختو موانعو څخه خپله ګاډېله تېره کړي. هر یو چې په دې دواړو آزموینو کې تر خپل هدف پورې ورسېد، هغه بریالی شمېرل کېږي او بیا تر هغې پورې حرکت کوي، ترڅو خپل اصلي ځای ته ورسېږي. په همدې شکل دا لوبه دوام مومي.
د غولکې يا ليندۍ لوبه:
غولکه له یوه دوشاخه لرګي څخه، چې هر شاخ یې یو ربړ چې اوږدوالی یې تقریباٌ ۲۰ سانتي متره وي، کلک تړل کېږي او د دواړو ربړونو په سر پورې یو د ۸ یا ۱۰ سانتي مترو په اندازه څرمن، چې دواړه سرونه یې سوري شوې وي، تړل کېږي. چې دې څرمنې ته کاسۍ یا پټاقۍ وايي. کله چې په غولکه ګوزار کوي په کاسۍ کې یې یوه غونډارې ډبره کېښودل کېږي. کاسۍ یا پټاقۍ په کیڼ لاس او د لرګي دوشاخه په ښي لاس نیول کېږي او ښه راکاږل کېږي. کله چې کاسۍ له کیڼ لاس څخه خوشې کړای شي، غونډاري کاڼي د ربړونو د ارتجاعي قوت په وسیله په چټکۍ سره ډېر لرې ځي او په خپل ټاکلي هدف لګېږي.
ماشومان غولکه ډېر وختونه د مرغانو د ښکار لپاره پکاروي او کله کله ترې د نښې ویښتلو لپاره هم کار اخلي.
له دې څو لوبو پرته، چې یادونه یې وشوه ماشومان نورې ډیرې لوبې هم لري. اس فلس، ګاټي یا پینځګاڼي (پنجاق)، کله کاچ یا مهره ګکان، رسۍ لوبه، رمضاني، پنډوس، ډۍ، بډۍ یا ګوډۍ الوځل. لنګر اچول او تار جنګي، چیتک، شیطان کور، واوره جنګي، تار تار تیاره، د ځنګله بلا او نور چې دا ټولې لوبې د ماشومانو له خوا جوړې کړای شوي او تر ډېرو وختونه پرې خپل پام بدلوي، چې په دې کې د ګاټي او چیتک لوبې په ځانګړي توګه د جینکیو له خوا ترسره کېږي.
د لويانو لوبې
لکه څنګه چې زموږ په هېواد کې فرهنګي چارې په هره برخه کې د لرغونو زمانو ارزښتونه او معیارونه رامخې ته کوي، همدارنګه یې یو شمېر ورزشي لوبې هم تر موږه په خپله لمن کې را رسولي دي. په دې لوبو کې یو شمېر داسې ورزشي لوبې هم شته، چې نه یوازې د وخت تېرولو لپاره ترې کار اخیستل کېده، بلکې د جګړې پر مهال به ډېرې ګټورې هم تمامېدلې، چې تر اوسه په یو شمېر ښارونو او کلیو کې رواج لري او ځینې وختونه د اخترونو او د نوي کال په میلو کې ترسره کېږي.
آس ځغلول:
د آس ځغلول زموږ په لرغوني هېواد کې ډېر اوږد تاریخ لري، چې یو زر کاله وړاندې له میلاد نه تر اوسه زموږ د هېواد په ډېرو سیمو کې دود دی.
د لویو کورنیو مشرانو زرګونه کلونه وړاندې د آسونو ګلې لرلې، چې هغوی هر یو د خپلو آسونو په صفتونو او نومونو یادېدل، چې له هغې ډلې څخه ګرشاسپه (د ډنګر آس څښتن)، اروت اسپه (د تېزو اسونو څښتن)، یوروشپه (د زوړ آس څښتن)، ارجته اسپه (د قیمتي آس څښتن) او خو آسپه (د ښه آس څښتن) د یادولو دي.
همدارنګه د بلخ تر څنګ یو ښار و، چې هغه ښار د زر اسپه (د سرو زرو آس) په نوم یادېده، چې دا ښار تر ډېرو کلونو مشهور هم و. په تېرو وختونو کې د آس سپرلۍ او له آس نه ګټه اخیستل په نظامي تشکیلاتو کې هم یو مهم ځای لاره، چې د هېواد په شمالي برخو کې لکه بلخ، کندز، تخار او جوزجان کې اوس هم ډېر دود دی او ډېره ګټه ترې اخیستل کېږي.
او همدا راز د نوي کال په میلو او نورو جشنونو کې د آسونو ځغلول د افغانستان په ډېرو سیمو کې رواج لري، چې له یو ټاکلي ځای څخه تر یو ټاکلي ځای پورې ځغلول کېږي او هر یو چې تر نورو لومړی ورسېږي، د جایزې وړ ګڼل کېږي.
تېږه اچول:
دا لوبه په ټول افغانستان او په ځانګړې توګه ختیزو ولایتونو کې ډېره دود ده. په دې لوبه کې هغه ځوانان ډېره برخه اخلي، چې عمر یې د ۱۵ او ۳۵ کلونو تر منځ وي. د دې لوبې د لوبغاړو شمېره له دوو تنو څخه بیا تر ۱۵ تنو پورې هم وي او زیاتره د پسرلي په موسم کې په دې ډول ترسره کېږي چې لوبغاړي لومړی یوه داسې تېږه انتخابوي، چې وزن یې د دوی د عمر په تناسب وي او بیا یو ځای ټاکي، چې په مخه کې یې یو ارت میدان وي. په ټاکلي ځای کې د ځمکې په مخ یوه کرښه راکاږي، چې له دې کرښې باید په مخ ولاړ نه شي. لومړی تېږه د خپل ښي لاس په ورغوي کې نیسي او بیا خپل لاس په اوږه ږدي. تر هغې وروسته ښیي پښه شاته او کیڼه پښه راښکلې خط څخه نژدې ږدي او په یو ځانګړي انداز کې تېږه په ډېر قوت سره وړاندې غورځوي. دا کار په نوبت سره ترسره کېږي او د دریو په ځای نښه اېښودل کېږي. په پای کې، چې د هر چا د لاس تېږي وړاندې ولیدلې وي، هماغه میدان ګټلی وي.
خوسی (غرسی):
خوسی یوه په زړه پورې او لرغونې لوبه ده، چې د پښتنو په سیمو کې او په ځانګړي توګه د هېواد په ختیزو ولایتونو لکه لغمان، ننګرهار او کونړ کې ډېره دود ده.
دا لوبه زیاتره د مازدیګر په وخت او د پسرلي په موسم کې ترسره کېږي. د دې لوبې د ترسره کولو لپاره باید یو لوی او ارت میدان وي، دوه تنه د دوو ډلو میران یا مشران ټاکل کېږي. ۴-۴ یا ۵-۵ تنه په هره ډلې کې غړي وي. له کوم ځای څخه، چې د دوی د مقابلې میدان وي، د پنځوس مترو یا لږ څه زیات په فاصله یو ځای د «پتې» په نوم ټاکي، چې هغه یا یوه ونه وي او یا هم کوم غټ بوټی او یا کوم بل څه هره ډله، چې د پچې له مخې یې پتې ته د ورتللو وار وي، هغه یوې خواته او دا بله ډله د پتې په خوا ودرېږي. له مقابل ډلې نه یو تن چټک زلمی د پتې د جر لپاره ټاکل کېږي. دواړه ډلې یو له بل سره په داسې حال کې مقابله کوي، چې ښيي پښه یې شاته قاته کړې وي او په چپ لاس یې نیولې وي، ټول په یوه پښه په مقابله کې برخه اخلي، د پتې د جر لپاره ټاکلی ځوان هڅه کوي، چې د مقابل ډلې له منځه په چټکتیا سره ووځي او ځان پتې ته ورسوي، خو د بلې ډلې له خوا یې په سختۍ سره مقابله کېږي او که چېرته د پتې په لور په ورتللو بریالی شو، نو بیا د پتې تر څنګ د مقابلې ډلې یو غړی هلته لکه د فوټبال د لوبې ګول کیپر ولاړ وي او که چېرته له هغه څخه ورتېر او پټې ته ورسېد، نو همدې ډلې لوبه ګټلې او بیا به هم دوی ټاکل کېږي، تر څو چې د دوی د پتې د جر کولو زلمی په لاره کې مات یانې پښه یې له لاس نه خطا شي او وار بلې ډلې ته انتقال شي. لوبه په همدې ډول دوام مومي.
له دې پرته یو شمېر نورې لوبې هم شته چې د ټولو یادونه او لیکل د یو ځانګړي کتاب لیکل غواړي لکه پهلواني، ګنډه ګنډه غېږ نیول، هزارګي، کندهاري او هراتي غېږي، چپنکي غېږه، خیز اچول، یخمالک، د اوبو په منځ کې لوبې، توپ بازی، چوب بازی، دار بازی او نورې ګڼې لوبې، چې زموږ د ولس په ځوانانو کې د کال په بېلابېلو فصلونو کې او د ورځې په بېلابېلو وختونو کې ترسره کېږي.
ملي لوبې
څرګنده ده، چې د ځاني روزنې ایجاد کوونکي په خپله خلک دي، ځکه چې د ژوند مجبوریتونو انسانان دې ته اړ ویستل، چې خپلو کارونو او فعالیتونو ته پراختیا ورکړي، ځکه خو ټولې ننۍ لوبې په نا معلومو وختونو کې د خلکو په واسطه منځ ته راغلي او بیا یې د تکمیل او حفظ په خاطر سلګونه کلونه منزل وهلی دی.
یوازینی څیز، چې د ژوند ستونزې او د ورځني ژوند فعالیتونه یې آسانه کړي، ځاني روزنه ده او همدغه لوبې، ورزش یا سپورت دی، چې انسان ته خوش طبعي او خوشالي وربښي.
د ښه ورزش یا لوبو په خاطر لازمه ده، چې لوبه په علمي او فني توګه ترسره شي، ځکه چې په غلطه طریقه د لوبو ترسره کول (په ځانګړې توګه په کلپونو کې) د ګټې په ځای تاوان لري. نو په ابتدايي توګه د ځینو لوبو په اړه معلومات لازم ګڼو.
ملي اټن
ملي اټن زموږ په ټولنه کې خورا ډېر د اهمیت وړ دی او په هر سېمه کې ډېر علاقمند لري. ما دغه لږ معلومات له راډیو او له خلکو څخه را ټول او په دې لیکنه کې مې ځای کړي دي، په دې هېله چې ستاسو د پام وړ وګرځي.
په زرګونو کلونه مخ کې کله چې وګړو په مزارعو کې ژوند کاوه، د دې په لټه کې وو چې د خپل ژوند لومړنۍ اړتیاوې ومومي. کله به چې وزګار شول او یا به په څه شي اخته وو د ځان سره به یې بدلې بللې. ده لومړني ګامونه وو چې د بدلو او آوازونو په برخه کې ترسره شول. برسېره پر دې کله به چې دوی ته خوښې لاره ورکوله او یا به یې له خپلو کارونو څخه رضایت ښوده، د خوښۍ لاسونه به یې پړکول، خپلو سرونو ته به یې موزون حرکات ورکول او خپله خوښي به یې څرګندوله. دا په ګډا کې لومړني مراحل وؤ چې بشر ترسره کړل، وروسته بیا ګډاوو مختلف ډولونه غوره کړل، په هره سېمه پورې وتړل شول او هغوی ته ځانګړي نومونه غوره شول.
اټن هم له دې ګډاوو څخه دی چې موږه ورسره پیژندګلوي لرو او د افغانستان په مختلفو سېمو کې ترسره کیږي. د اټن تاریخ د آریانا له زړه دورې څخه پیل شوی دی. آریانا په خپلو لومړنیو ټولنیزو غونډوکې ټولنیزې ګډاوې درلودې چې د اټن په نامه یادېدې. موږه ته اټن له هغوی څخه میراث پاتې دی. اټن هم ځانګړي ډولونه لري او په هر سیمه پورې اړوند دي. د آریایانو اټن د نژاد پر بنسټ په دریو څانګو ویشلی شو. (۱- نارینه اټنونه، ۲- ښځینه اټنونه او ۳- مشترک اټنونه)
د ویدا په دوره کې اټن نور هم پرمختګ وکړ دا ځکه چې د ګډا برسېره د اټن سره بدلې هم و غږول شوې. په دې دوره کې اټن له څو نورو هنرونو (بدلې یا آواز او میوزیک) سره یو ځای او په مشترک ډول جوړ شو.
د اټن لپاره سمسور او مرکزي لوبځایونه غوره کېدل ترڅو د لرو او نژدو سېمو خلک په کې ګډون وکړی شي. په دې لوبځایونو کې به اټنچیانو اټن کاوو او لیدونکو به د لیدنه لپاره راټولیدل.
آریائي ځوانانو به خپلې اوږدې څڼیې په غوړیو غوړې او په خپلو ټوبیو به یې صحرایي ګلان ټمبول. ډله ډله به د اټن د میوزیک د غږولوسره ډګر ته راتلل او کړۍ به یې جوړولې. ډول به وهل کیدا او اټنچیانو به حرکات د ډول سره سم موازي ترسره کول. کله به چې ډول تیز شو، نو حرکات هم تېزېدل او تر هغه وخته به یې دوام کاوه تر څو چې د پښو ګردونه به آسمان ته لاره وکړه او اټنچیانو به په فوټو ټوپونه وهل.
د آریایانو په وخت کې اټنونه د شپې او ورځې له خوا ترسره کېدل. کله به چې د شپې له خوا تر سره کېدل نو د اټن د کړۍ ترمنځ به اور بل وؤ، د اټنچیانو سیېره یې د شاوخوا کلاوو پر دیوارونو څرګندوله چې همدې سیېرو په اټن کې یو عجیب عظمت جوړاوه. او خلکو ته به ډېرپه زړه پوری وو.
د دې ترڅنګ چې آریایانو د خوښۍ د څرګندولو لپاره اټن کاوه، د دې لپاره چې د ځوانانو وېنه په جوش را ولي د جګړو په ډګرونو کې به یې هم اټن کاوو. او دا د دې سیمې د جګړو د بریاوو یو برخمن علت دی.
کله به چې په دې سېمه یرغلګرو بریدکاوه، نو ډولونه به وهل کیدل، له هغې څخه به قهرجن غږونه په غوږو کیدل، ځوانان به د تورې سره د جګړې ډګر ته راتلل، په صفونو کې به ولاړ او د جګړې برید ته به یې ځان چمتو ګڼلا.
لحظې تېرې شوې، زمانې تېرې شوې خو د آریایانو اټنونه لا هم شته او د افغان ملت په دود کې لویه برخه جوړوي. اټنونه د افغانستان په مختلفو قومونو کې شته، او د اټنونو بدلې بلل کیږي. په ځانګړې توګه ویلای شو چې اټن دپښتو په شفاهي ادبیاتو کې په هماغه شان منځ ته راغلی او هماغه مطالب یې حفظ کړي دي.
نيزه بازی:
یوه هم له هغو لوبونه، چې له لرغونې زمانې څخه زموږ په هېواد کې دود ده، د نیزې وهل دي، چې آریایانو به د جنګي آلې په توګه استعمالوله د نیزې لرګی تقریباٌ دوه متره اوږدوالی لري او او لس سانتي متره پېړوالی. د نیزې ښکتنۍ برخه د اوسپنې په تېره نیزه پوښل شوې وي. دا لوبه د تکړه او غښتلیو ځوانانو له خوا په قوي او چابکو آسونو ترسره کېږي.
د دې لوبې د سرته رسولو لپاره لومړی لوی میدان ټاکي او بیا د میدان په یوه برخه کې درې ځایه د یو یو متر په اندازه لیرې د ۳۵ سانتې مترو په اندازه مېخونه په ځمکه کې ټینګوي او تقریباٌ له ۲۰۰ مترو لیرې څخه په آس سپور ځوان د آس په ډېره چټکتیا د میخ په لور راځي او کله چې مېخونو ته نژدې کېږي، خپل ځان د آس پر شا یوې خواته کوږ کړي او نیزه په خپل ښیي لاس کې د مېخ په لور برابره کړي، تر څو هغه میخ د نیزې په څوکه له ځمکې نه راپورته کړي دا وخت دوه تنه ډولچیان ډولونه وهي او هغه مهال، چې آس د مېخ په لور رامنډه کړي، د ډولونو غږ د هرې شېبې په تېرېدو ډېرېږي او لا پسې ډېرېږي او کله چې لرګي د نیزې په څوکه پورته شي. د ډولونو شور لا ډېر مست شي او که چېرته لرګی ترې خطا شي، نو بیا د ډولونو هغه ډېر غږونه، نه بلکې په عادي توګه ډول وهي په همدغه شان یو په بل پسې خپل وار تېروي. یو تن څو څو ځله هم د مېخ په لور راتللی شي. تر څو چې آسونه ستړي او د ټولو نمبر تېر شي.
دا لوبه په غزني او کټواز کې ډېره مروجه ده، چې د ودونو او نورو مېلو په مهال یې ترسره کوي او له دې ځایونو پرته په مزار شریف او هزاره جات کې هم ډېر مینه وال لري، چې کله نا کله د نیزې وهلو میلې برابروي.
بزکشي:
بزکشي د افغانستان یوه لرغونې لوبه ده، چې د خلکو په منځ کې ډېر مینه وال او علاقمندان لري او د دې لوبې د ایجاد تاریخ د سکندر مقدوني د یرغلونو په وخت پورې تړي. داسې یو روایت هم شته، چې هغه مهال به آریايي پهلوانانو د دښمن په لښکرو باندې یرغلونه کول او د هغوی له عسکري ځایونو څخه به یې ژوندي خلک په آسونو له ځان سره وړل، چې وروسته یې د یوې لوبې بڼه خپله کړه او د ورزش په ډول به یې ترسره کوله. د دې لوبې د ایجاد ساحه د افغانستان شمالی برخې دي او په ډېره پیمانه په بلخ، جوزجان، سمنګان، بدخشان، تخار، کندز، بغلان، فاریاب او پروان کې رواج لري.
هغه څوک چې په دې لوبه کې ګډون کوي پهلوان یا «چاپ انداز» بلل کېږي. چې هغه د آس په سپرلۍ کې تر تمرین او مشق وروسته ځانګړي مهارت ترلاسه کوي او د دې لوبې وسیله یو خوسکی وي، چې تر حلالولو وروسته یې خېټه ښه ورپاکه او بیا یې ۲۴ ساعته په اوبو کې د دې لپاره اچوي، چې پوستکی یې ښه مقاومت ومومي او وزن یې د ۳۰ او ۴۵ کیلو ګرامه په منځ کې وي.
د بزکشي د لوبې لپاره لومړی یو لوی او ستر میدان انتخابوي او په هغې کې د جګولو دایره د حلال دایره او بیرغ په څرګند ځای کې وي او بیا لوبغاړي په دوه ټیمونو وېشل کېږي، تر دې وروسته خوسکی د جګولو په دایره کې اچوي او ټول چاپ اندازان ترې را چاپېرېږي او هر یو هڅه کوي، چې خوسکی له ځمکې اوچت کړي او بیا یې د میدان په بله برخه کې، چې بیرغ ولاړ وي. تر بیرغ راتاو او د حلال په دایره کې یې واچوي. کله چې خوسکی له بیرغ نه تاو کړي، یوه نومره لري او د حلال په دایره کې اچول یې دوه نومرې لري. کله داسې هم پېښېږي، چې د بیرغ یوه نومره یو ټیم او د حلال د دایرې نومره بل ټیم حاصله کړي او داسې هم پېښېږي، چې دری واړه نومرې یو ټیم ترلاسه کړي.
کله کله د خوسکي د جګولو دایره او د حلال دایره هماغه یوه د خوسکي د جګلولو دایره ټاکل کېږي. هغه په داسې ډول، چې کله یې خوسکی له دایرې نه پورته کړ له بیرغ څخه تر راتاوېدو وروسته به یې بېرته همدغې دایرې ته راوړي او په همدې دایره کې به یې اچوي.
دا لوبه له دوه ټیمونو پرته د څو ټیمونو تر منځ هم ترسره کېدای شي. که چېرته د دوؤ ټیمونو تر منځ وي د هر ټیم د غړیو شمېره ۱۰-۱۰ تنه وي او که چېرته د ټیمونو شمېره ډېره وي، له هر ټیم نه ۵-۵ تنه ټاکل کېږي او که چېرته په خپل ولایت کې په سیمه ییزه توګه لوبه کوي، نو بیا ټیمونه، نه وي او ټول په انفرادي توګه هڅه کوي، چې د بري افتخار ترلاسه کړي. دا لوبه ډېره ستونزمنه لوبه ده او ډېر وختونه چاپ اندازان پکې ټپې کېږي او حتی د مرګ خطر یې هم ډېر وي.
دا لوبه، چې په کومو آسونو ترسره کېږي، هغه د ځانګړي نسل آسونه وي، چې تر پیدايښت څخه یې د بلوغ تر وخت پورې په ځانګړیو شرایطو تربیه او تغذیه صورت نیسي، چې دا ډول آسونه ډېر زیات قیمت هم لري او زیاتره هغه خلک دا آسونه ساتلی شي. چې د ډېرې شتمنۍ څښتن وي او وشي کولای، چې یو آس ته یو تن مهتر وساتي، تر څو هغه آس د مسابقې لپاره تیار او د چاپ انداز په لاس ورکړي.
پايله:
دا ټولو ته څرګنده خبره ده چې ځاني روزنه د یوې ټولنې د بنسټیزو علومو له ډلې څخه دی. دا علم د وګړو د اړیکو او ځاني روزنې ته وده ورکوي. د موږ ګران هېواد افغانستان د تاریخ په اوږدو د دې علم په بېلا بېلو پړاوؤنه کې برخه درلودلې ده او خپل سهم یې اداء کړی دی. د موږ دغه موضوع چې په افغانستان کې د ځاني روزنې فعالیتونه ښکاره کوي، د دې څرګندویي کوي چې په افغانستان کې کومې لوبې شتون لري او په څو برخو ویشل کېدای شي. په دې ځای کې د افغانستان لوبې په دوؤ عمومي څانګو (ملي او محلي) باندې وېشل شوي، او بیا ورسته محلي لوبې په دوؤ نورو څانګو (د لویانو او ماشومانو لوبې) وېشل شوي دي. په دې هېله چې دغه لیکنه ستاسو د پام وړ ګرځېدلي وي.
په درنښت
اخځلیکونه:
- ارشاد، اورنګزیب، افغانستان پېژندنه، دانش مطبعه، پېښور، ۱۳۸۴
- ساداتی، سید مؤمن، ورزش، کتابخانه سیار اریک، پېښور ، ۱۳۸۰
- آسوده، عزیز، ورزش های محلی افغانستان، د پېښور چاپ
- شبل، غلام جیلاني، د ماشومانو لوبې، کتابخانه سیار اریک، پېښور، ۱۳۷۹
- د دغه څېړنیز بریښنا پاڼې په کارولو سره (www.google.com.af)
وروستۍ څرگندونې