Select Page

په دې اخيرو وختونو کې په څو لويو شاهراوو کې ترافيکي حادثات ډېر شوي دي چې له امله يې ډېرې خونړۍ پيښې رامنځ ته کيږي د ترافيکو چارواکي د دې حادثاتو اصلی لامل د ښې  لاس موټرې گڼي او وايي چې دغسې پيښې زياتره په هغه موټرو کې وي چې د افغانستان په لاس نه دي او خلکو ته يې ستر مشکل جوړ کړی دی. او له بلې خوا خلک د وسايلو زياتوالی د دغسو پېښو لاملونه گڼي. خو زما په خيال دغسې پيښې زياتره د ډريورانو دبې توجهی او نابلتيا له کبله پېښېږي. د کوچني اختر په اوله ورځ يوه دغسې خونړۍ پېښه د مزار شريف د خلم په ولسوالۍ کې را منځ ته شوه چې له امله يې ارواښاد سيدمجيب احمد لمر د پولند دبشري مرستو د سازمان مرستيال په شهادت ورسېد او دری نور پکې ټپيان شول چې دا په خپل ذات کې  يوه ستره ضايعه ده. د دغې پېښې څخه وروسته د قندهار په لويه شاهراه د جلال آباد او لوگر په لويو لارو کې دغسې خونړۍ پېښې رامنځ ته شوې، چې ډېرې مرگ ژوبلې يې درلودلې او ډېر نور پکې ټپيان شوي وو. د کوچني اختر په لسمه ورځ د  قندهار په لويه لار کې يوه ترافيکي حادثه رامنځ ته شوه ما دا حادثه وڅيړله په اخر کې ماته دا جوته شوه چې د ٣٠٣ موټر تيز چلول او د کوچني موټر د ډريور نابلتيا يې اصلې لامل وواو په دې پېښه کې يو کس مړ او يو بل ډېر سخت ټپي شوی وو چې د ژوندي پاتې کيدو هېله يې ډېره لږ وه. له دې پېښې نه مخکې يوه بله پېښه د لوگر په لويه لار کې رامنځ ته شوه چې په دې پېښه کې يوه کورنۍ چې د ناوې د راوړلو لپاره لوگر ته روان وه ټول په شهادت ورسېدل چې يوه ډېره دردناکه پېښه وه. او په دې پېښه کې اصلي لامل د ډريور نابلتيا وه چې ستره ستونزه يې جوړه کړه. که موږ ټولې پېښې چې په اخرو ورځو کې شوي وڅيړونو په پای کې به دا راته جوته شي چې دالاندې ستونزې د دغسې ترافيکو پېښو لاملونه دي:

  • ډېر ترانسپورتي وسايل په ښې لاس دي يعنی د افغانستان لاس موټر نه دي.
  • سم ډريور نشته هر چا چې يوه ورځ موټر چلولی وي ځان ته ډريور وايي او د پيسو په زور ځان ته جواز اخلي.
  • په لويو لارو کې د ډريورانو نابلتيا.
  • د ډريورانو ډېره چلونه.
  • د موټرو زياتوالۍ او زوړ والۍ.

په پای کې زه غواړم څو محترمو مراجعو ته لاندې وړانديزونه وکړم:

  • په وسايلو کلنۍ ماليه لوړه شي څو د موټرو له واردولو څخه ډډه وشي او هر کال وروسته له سمې تخنيکي ماینې څخه د ګرځېدو جواز ورکړي.
  • ډريورانو ته وروسته له سمې آزموينې جواز ورکړل شي.
  • د راسته لاسو موټرو لپاره بايد لکه څنگه چې ژمنه شوي وه (ويل شوی وو چې ديوه شرکت سره به قرارداد وشي چې له ښي لاسې وسايل به کيڼ لاس ته واړوي) دا ژمنه بايد عملي بڼه غوره کړي.
  • او له محترمو ډريورانو څخه دا غواړم تر څو په ډېر احتياط سره موټر وچلوي. او ترافيکي قوانين بايد مراعات کړي.
  • د ترافيکو له ټولنې څخه غواړم چې د ډرېورانو د تخلف په صورت کې بايد داسې مجازات شي چې نورو ته عبرت وي او که نقدي جرمانه کيږي بايد جرمانه يې د دولت حساب ته تحويله شي.

د يو ښه او منظم ترافيکي سيستم په هېله

د سيد عبدالله ولي زي ليکنه