Select Page

ګرانو لوستونکو په وروستیو کلونو کې زه څو ځله د ماهېپر له لویې لارې تورخم ته لاړم او بېرته راغلم. پخوا چې زه کله ماشوم وم، چې په دې لاره به تېرېدم نو د ډول ډول تنظیمونو پاټکونو به ګاډي درول، یا به یې په سپینو سترګو پیسې ترې اخیستې او یا به یې هم غلاوې ترې کولې او په زور به یې مالونه ترې لوټول، خو کله چې د طالبانو واکمني پیل شوه نو له دې لارې څخه دغه پاټکونه له منځه لاړل او ډېر ښه امنیت پکې جوړ شو، خو له بده مرغه د دې لارې سړک په اساسي توګه نه وؤ جوړ شوی او کله چې ښاغلی کرزی راغئ، نو د ټولو هېله دې ته وه، چې د افغانستان ټولې لویې لارې به جوړې شي او امنیت به په حاکم وي، خو لویې لارې څه نا څه جوړې شوې مګر د سم امنیت نښې نښانې پکې نه ښکاري. دا ځکه چې په لویو لارو کې د پولیسو او د غلو تر منځ توپیر نه کیږي، نو د دې لپاره ما نن دغه لنډ رپوټ چې په ځانګړي توګه د کابل تورخم د لویې لارې په اړوند دی ولیک.

کله چې کرزی راغئ د طالبانو د واکمنۍ د نیمګړي کار د بشپړېدو هوډ یې وکړ او په ویجاړ او پاتې شويو سړکونو یې کار پیل کړ.  زه د کار په مختلفو دورو کې په دغه لار تېر او بېر شوم، د سړک جوړونې کار ما ته ډېر اغیزمن تر سترګو شو، خو کله چې د تورخم د سړک جوړونې کار له سروبي څخه راواوښت، نو ما واورېدل چې د ماهیپر لاره بنده ده او ټول خلک باید د لته بند په لاره لاړ شي. خو دا کار ماته ډېر عجیب په دې ښکاره، کیدا چې زما انډېوالان به راتلل او ویل به یې چې په ماهېپر راغلم او په لاره کې مې پاټکونو ته پیسې ورکړې. ډېر کسان مې ولیدل چې همدا خبره یې کوله، خو زه پکې شکمن وم حتی تر دې چې زه خپله څو ځلې په دې لاره لاړم. زه چې کله په لومړي ځل وروسته له بندښت څخه په دې لار تېر شوم زموږ ډرېور له پینځو تر شپږو پاټکونو ته یې پیسې ورکړې او موږ ته یې د تګ اجازه راکړه. یوه ورځ، چې زه کله بېرته له تورخم څخه راستون شوم نو د سروبي په سېمه کې یې زموږ ګا ډۍ تم کا او موږ ته یې په دې لاره د تګ اجازه رانکړه، دا ځکه چې زموږ ډرېور د هغو پاټکچیانو په چل نه پوهېد چې څنګه پیسې ورته ورکړي، نو موږ بېرته وګرځیدو او په لته بند باندې کابل ته راغلو. کله چې ما دغه لار ولیده نو په دې لار تګ را تګ ماته ډېر ستونزمن کار تمام شو او دا پرېکړه مې وکړه چې نور به په دې لار نه راځم.

څو ورځې مخکې زموږ دوستان راغلی وؤ نو د هغوی سره ما د ماهېپر په لاره تورخم ته سفر ګډ کړ. د لارې په اوږدو کې بیا هم پاټک چیانو خپل باج له ګاډیو څخه اخیستلا او هغوی یې تنګول، خو زموږ موټروان په چل پوه وؤ پیسې یې ورکړي او ترې تېر شو کله چې زه او زما دوستان  بېرته د سیپتمبر په دویمه نېټه راستانه شو، و د سروبي په سیمه کې د نغلو په پسته کې د پولیسو لخوا ودرول شو. زموږ ډرېور لاړ ترڅو له پولیسو سره وغږېږي او پیسې ورته ورکړي په دې مهال کې د پولیسو مشر د خلکو تګ وځنډاو. زه او زما ملګري له ګاډي ښکته شو او له ګاډي څخه د باندې ګرځیدو. ناڅاپه زموږ فکر څو نه زغمیدونکو پېښو ته شو. هلته مو ولیدل چې ډېر ګاډي راغلي او غواړي په دې لاره لاړ شي خو پولیس سره له دې چې له هغوی څخه پیسې اخلي، ښه چلند هم نه ورسره کوي. هلته زما یو ځای ته پام شو چې د پولیسو مشر په یو ګاډي باندې ګوزار وکړ او د هغې د مخې هېنداره یې ماته کړه چې هغې ګاډي والا ته یې ډېر زیان ورساوه.  وروسته له هغې د هغه ګاډي ډرېور د پولیسو سره په جګړه بوخت شو او د تاوان غوښتنه یې ترې کوله خو پولیس په ډنډو وواهه. 

بل ځای ته مې پام شو چې بل پولیس  د ګاډیو ډرېوران او سورلۍ وهي او هغوی دې ته اړ کوي چې بېرته وګرځي. نو ما دغه پېښې و نه شوی زغملی او هوډ مې وکړ چې دا باید په مطبوعاتو کې چاپ کړم. په دغه سفر کې زما سره ډاکتر سیدنصیر احمد چې له هالنډ څخه د څو ورځو لپاره مېلمه راغلی وؤ هم ګډ وؤ. ډاکتر نصیر د افغاني ټولنې د ناخوالو په اړه ځینې لیکنې هم کړي، خو د سروبي پاټک ورته نه زغمیدونکی سیمه ښکاره شوه او د خلکو زورول یې په سترګو ولیدل او ویې ویل چې باید دغه موضوع لوړپوړو چارواکو ته ورسېږي..

باید یاده شي چې له دغو ((ملي پولیسو)) یا د لویو لارو د غلو او ډاله مارانو  څخه نه یوازې دا چې عادي خلک وځورېدل خو همدا ډول مېرمنو ته او ناروغو کسانو ته هم سپکاوی وشو او زما لاروي ډاکتر نصیر ته هم سپکې ورکې وویل شوې، خو د هغه په برخه کې خبره تر وهلو ټکولو و نه رسېدله، مګر بیا هم زما لپاره د یو مېلمه سپکاوي بس و چې د دغه راپور په لیکلو لاس پورې کړم.

 د دې لپاره ما دا وپتیېله چې له هغې پیښو څخه انځور پورته کړم، کله چې ما کمره را وویستله د پولیسو مشر زه ولیدم او را ته نژدې شو کمره یې را څخه واخیستله او زه یې ووهلم. ما ترې پوښتنه وکړه چې ولې؟ د پولیسو مشر راته و ویل چې دا محرم ځای دی تا ولې عکس واخیست. نو ماته هغه پخواني پاټک سالاري را په یاده شوه چې په هر ځای کې به یې خلک درول او پیسې به یې  ورڅخه اخیستې. وروسته له ډېرو خبرو اترو زه یې د سروبي ولسوالی ته واستولم هلته چې زه کله لاړم په شعبه کې د شعار په توګه لیکل شوي وؤ ((تعذیب بزرګترین ګناه است.) ما یې له مسؤلینو څخه د معنی پوښتنه وکړه مګر دی عاجز پاتې شول او وویل چې ته زلمی یې ولې په دې لاره راځې. هلته وروسته له بشپړو تحقیقاتو څخه زه خوشې شوم د تفتیش مسؤل عبدالکبیر نومېده، د تحقیق په ترڅ کې د افغانستان اساسي قانون مې تر سترګو شو نو کله مې چې پرانیسته په دویم فصل کې د اتباعو د حقوقو په برخه کې مې و موندل چې هیڅوک نه شي مجازات کیدلای ترڅو محکمه پرې حکم و نه کړي او ما دا خبره دغه ښاغلي ته وکړه او همدا ډول مې ورته دا په ګوته کړه چې زما په کمره کې ستاسو د سیمې عکسونه نه شته دي، نو ځکه، ستاسو په اړه کوم جرم هم نه دی کړای مګر ستاسو چارواکو زه پرته له تحقیق، څېړنې او جرمه و وهلم، خو دغه ښاغلي راته و ویل چې زه هم نه پوهیږم چې تا په کوم جرم ونیسم! ماته هم دا په زړه پورې وه چې د دغه بې پاسخواستۍ لامل څه دي پوه ده که نا پوهي او که بې ځایه احساسات دي. تقریباٌ زما دری او څلور ګنټې په دې ځای کې ضایعې شوې. زه پخپله د سولې هڅه یا تلاش صلح د میاشتنۍ د کمپیوټري چارو مسؤل یم او د ژورنالیستیک مورال او مسؤلیتونوپه اړه پوه یم نو ځکه ما ته د دغو ډاله مارانو کارونه او د خلکو سپکاوی د منلو وړ نه وو او ومې غوښتل چې د دغه جنایت پیښې عکاسي کړم.

د یادونې وړ ده چې کله پر ما د پولیسو مشر ګذار وکړ نو ډاکتر نصیر زموږ تر منځ شو او زما د نورو وهلو مخنیوی یې وکړ او کله یې چې زه د سروبي ولسوالۍ د استخباراتو څانګې ته واستولم نو زما ملګرو په دې لاس پورې کړ چې ما د دغه ځناورانو له منګولو څخه خلاص کړي.

دغه ملګرو د افغانستان بېلابېلو سیمو ته تیلیفونونه وکړل چې په دې ترڅ کې د ښاغلي جنرال سیدعزیزاحمد، ښاغلی جنرال مجید روزي، ښاغلی جنرال غلام محمد خان، ښاغلي جنرال شفیق احمد د سروبي د امینې قوماندانۍ چارواکو هلې ځلې د یادولو وړ دي.

کله چې د سروبي له بنده را خلاص شوم نو د ښاغلي جنرال مجید روزي د چارواکو په مرسته له پاټکه تېر شو او د کابل- تورخم د لویې لار په لېواء کې د لنډې مودې لپاره د ښاغلي جنرال مجید روزې مېلمانه هم شو، چې به دې برخه کې زه او زما ملګري د ښاغلي جنرال مجید روزي د دغه نیک ګام څخه مننه وکړه او په راتلونکي کې ده ته لا بریالیتوبونه غواړو او په دې هېله چې د سروبي لویې لارې تر یوې سمې ادارې لاندې راشي.

ما چې کله دغه کسان ولیدل نو ومې ویل چې په رښتیا هم په دې ځای کې د پولیسو او د غلو تر مینځ توپیر نشته ځکه غلو هم پیسو ته سترګې پټې کړي وي او ملي پولیسو هم پیسو ته سترګې پټې کړي دي، اما څه شی چې پکې زیات دی هغه د خلکو ځورونه ده. یعنی زما مطلب دا دی چې پولیس د غلا څخه سربېره خلک هم ځوروي او دومره یې تنګوي چې هغوی په خپله کړنه پښیمانه کړي.

تاسو ګمان وکړئ که دغه پېښه له یو داسې چا سره ترسره شوې وای چې واسطه یا پېژندل شوي خلک یې نه پېژندلای نو بیا به له داسې کس سره څه ترسره شوي وای پرته له جرمه به یې څومره موده په بند او ځورېدنې تېرولي؟

ګرانو لوستونکو ما تاسو ته دغه ګزارش وړاندې کړ دا ځکه چې د دې لارې وګړي د دغه دوه نیمو لسیزو په اوږدو کې د ماهېپر له لارې سمه خاطره نلري ځکه غلا ترې شوي، ټکول شوي دي او ډېر نور کارونه ورسره شوي دي. خو اوس هغه وخت نه دی اوس باید دوی په آرامه توګه لاړشي او په آرامه توګه خپل ژوند ته ادامه ورکړي مګر ما چې ولیدل اوس هم هماغه حالت دی، نو ځکه ما دا رپوټ جوړ کړ تر څو مسؤلینو ته ورسیږي او د دې لار په اړه جدي پرېکړه وکړي. ما واورېدل چې دا سړک د وزیرانو د شورا د پرېکړې پر بنسټ بند شوی دی مګر زه چې ګورم پیسې د هغوی د پرېکړې ماتیدونکې دي، نو ځکه زه دا غواړم چې باید دا پاټک چیان له منځه لاړ شي، ځکه سړک جوړ دی او باید خلاص شي او که چېرې نه خلاصیږي نو باید قطعي بند شي ترڅو نه خلک وځورول شي او نه ترې پیسې واخیستل شي. په دې هېله چې ټول پاټک چیان ختم شي. کله چې ما دغه لیکنه ختمه کړه نو له تلویزیون څخه مې واورېدل چې د آریانا تلویزیون کمره چې غوښتل یې له دغې جنایت څخه فلم واخلي او ټولو هېوادوالو ته یې وښیئ هم په دې څېر د ځناورانو لاس ته لویدلې وه او تقریباٌ نیمه ګنټه یې کمره له پولیسو سره بنده وه. ما چې کله دا خبره واورېدله نو ماته خپل محلی متل را په یاد شو چې ویل کیدل: ((موږ یې عمرالدین ژاړه، قمرالدین یې په خره سور راغئ)).

د سیدعبدالله ولي زي لیکنه