د نوي حکومت له جوړېدو وروسته د نړیوالو په ملاتړ په افغاني ټولنه کې د مدني ارزښتونو د بیا راژوندي کولو، د بشري او ښځو د حقوقو د خوندي کولو او د ډیموکراسۍ د پراختیا لپاره ډېرې هلې ځلې وشوې. په دې لړ کې ډېری افغانانو د یو ریښتینې مدنې اسلامي ټولنې په رامنځ ته کولو کې خپلې هڅې وکړې، خو د بده مرغه د دغو ټولو هڅو پایله هغه څه نه وه چې تمه یې کېږي.
زه هم له هغو یم چې په دې اړو دوړو کې مې خپله هڅه کوله او د شته ستونزو د هوارۍ لپاره مو مبارزه کوله، خو نن باید اعتراف وکړم، چې موږ د دغه ټولنیز سمون وړتیا او واک نه درلود او زموږ د کار پایله برعکس وه. د نړیوالو ادارو د سروې د راپورونو سره سم په ۲۰۰۱ کال کې د ښځو په وړاندې هغومره تاوتریخوالی نه و لکه اوس چې په ۲۰۱۴ کې دی. ځکه ټول فعالیتونه داسې تنظیم شوي و چې یو اړخ ته به یې تیوریکي حقوق دومره ډېر ښودل چې بل لوري ته یې عقده رامنځ ته کوله. هېڅکله دا هڅه نه کېدله چې دوی د افهام او تفهیم لپاره راوبلل شي.
په همدې توګه بېځایه دودونه په ۲۰۰۱ کال کې هغومره نه و، لکه اوس چې په ۲۰۱۴ کال کې دي. د بېلګې په توګه د یوه مجلل واده لګښت په ۲۰۰۱ کال کې ۵۰۰۰ امریکايي ډالرو په شاوخوا کې کېدلی شوی خو اوس یې کیسه تر ۵۰۰۰۰ اوړي. دا ټول ښکاره کوي چې دغه مدني خوځښتونه په خپلو چارو کې بریالي نه وو.
موږ به چې کله غونډې جوړولې نو د ښځینه وو د راتګ اندېښنه به راسره وه، ځکه به مو له ملاتړو غوښتل چې د تصنعي توازن لپاره باید ګډونوالو ته یو څه پیسې ورکړل شي تر څو ښځینه غونډو ته د راتګ لپاره زړه ښه کړي. خو هغه غونډې چې د رضا کارو له خوا جوړېدې د هغو مالي ملاتړي به دومره نه وو چې دا تصنعي چاره په وشي، بیا به مو له شخصي اړیکو ګټه اخیسته او ښځینه به مو هڅولې چې په غونډو کې ګډون وکړي. په زړه پورې به دا وه چې د غونډې آسانچارو د خپلې کورنۍ غړي دغه غونډو ته نه رابلل. یوه ملګري ویل موږ افغانان ډیموکراسي، مدني ارزښتونه او د ښځو حقوق د نورو لپاره غواړو او د خپل ځان لپاره ورته ژمن نه یو. ماته د ده خبره ټوکه ښکارېدله خو اوس یې خبره په ځای ده.
زه غواړم د هغو دودونو په هکله ځانګړې نغوته وکړم چې د واده په لړ کې زه ورسره مخ شوی وم. واده د ګډ ژوند د پیل لومړی بنسټ دی چې باید په پوره دقت او تدبر کېښودل شي. په دې لړ کې اسلامي لارښوونې ډېر بشپړ لارښود په ګوته کوي. شاعر وايي:
ګر خشت اول نهد معمر کج ++ تا ثریا رود اعمار کج
د ژوند د ملګري ټاکل
په اسلام کې د دغه ارزښت لپاره ځانګړی لارښود شته. په یوه حدیث کې د ژوند د ملګري د ټاکلو لپاره معیارونه ښکلا، نصب، دیندارې او مال یادوي او په بل حدیث کې وايي چې تاسې له لرو سره واده وکړئ تر څو ټولنیز اړیکې مو جوړې شي او نسلونه مو ښه شي. په همدې لړ کې د نورو اسلامي علماؤ ډېرې سپارښتنه هم شته دي.
موږ د دغه بنسټیزې مسئله د پوهاوي لپاره ډېرې غونډې جوړې کړې تر څو ځوانان وپوهول شي چې دوی د خپل ژوند ملګری په خپله وټاکي او داسې څوک وټاکي چې راتلونکی ژوند یې ورسره د خوښیو ډک او خوندي وي. زموږ یوه استاد د همدې موخې لپاره په اسلام کې د کورني نظام په نامه یو ه کتاب ولیکو او یوه بل په اسلام کې د کورنۍ جوړښت او د ماشومانو ښوونه او روزنه تر نامه لاندې څېړنه وکړه. ما هم په اسلام کې د ژوندانه آداب کتاب وژباړلو. دغه ټولو هڅو زموږ د داعیې لپاره ډېره مرسته کوله او هر ځوان به چې دغه کتابونه یې مطالعه کول د هغې ستاینه به یې کوله مګر عمل یې پرې نه و.
زه هم اړ اېستل شوم چې یاد ټکي په پام کې و نه نیسم، کورنی فشار د دې باعث شو چې په خپلوانو کې واده وکړم. هغه څوک وکړم چې هېڅ مې نه ده لېدلې، له نامه پرته د هغې په اړه هېڅ مالومات نه لرم. همداسې زما د ژوند ملګرې زما په هکله هېڅ راز مالومات نه درلودل تر دې چې زما په اړه د خپلې کورنۍ له پریکړې هم دمخه خبره نه وه. دا چې اوس موږ سره خوښ یو دا بېله خبره ده، خو زه خپلو اسلامي او مدني ارزښتونو ته ژمن پاتې نشوم. تر دې چې د واده تر شپې مې د خپل ژوند ملګرې و نه لیدله.
د واده لګښتونه
بله ستونزمنه مسئله چې د ډېرو ځوانانو ژوند یې له خنډونو سره مخ کړی، د واده لپاره بیځایه لګښتونه دي. په یوه حدیث کې راځي چې حضرت محمد (ص) فرمايلي نکاح زما سنت ده او هغه څوک چې نکاح نه کوي هغه زما نه دي. دا حدیث د نکاح په کولو ټینګار کوي، د دې حدیث د وضاحت لپاره په بل حدیث کې راځي هغوی چې د نکاح لپاره مادي امکانات لري هغوی دې نکاح وکړي، خو هغوی یې چې نه لري صبر دې وکړي او روژه دې ونیسي. دا حدیث ښکاره کوي چې د نکاح لپاره ځینې لګښتونه شته، خو دا چې دا لګښتونه څومره دي او څومره حتمي دي په هکله یې باید یاده شي چې د نکاح له دریو شرطونو یو شرط مهر دی. په قوي احتمال د نکاح د لګښت موخه همدا مهر دی. چې لږ تر لږه کچه یې لس درهمه چې ۳۵۰۰ افغانۍ شاوخوا کېږي ټاکل شوی او لوړه کچه یې د طرفینو په موافقه ټاکل کېږي. په حدیث کې راځي هغه ښځې چې په مهر کې کمې دي په برکت کې زیاتې دي. په دې لړ کې ډېرې نورې اسلامي سپارښتنې هم شته چې د مهر په کمي ټینګار کوي. خو د مهر د لوړې کچې د ټاکلو لپاره د حضرت عمر (رض) هڅه ځکه و نه منل شوه چې یوې ښځې ویل دغه کچه حضرت محمد(ص) نه ده ټاکلې او خدای (ج) هم دغه واک طرفینو ته ورکړی نو تاسې دا حق نه لرئ. حضرت عمر(رض) هم خپلې تېروتنه مني او په دې هکله ټینګار کوي چې طرفین باید لږ مهر وټاکي.
له دې بحثه ښکاري چې د مهر پرته نکاح نور هېڅ لګښت نه لري. صدقه چې اوس یې د واده د ډوډۍ په نامه یادوی شو، دا هېڅ کومه جبري مسئله د شریعت له لحاظه نه شي کېدلی. ځکه صدقه په خپله خوښه او د خپل وس او توان مطابق ورکول کېږي.
موږ په دې لړ کې خپلې هڅې وکړې چې لګښتونه راکم شي. ځینو مدني ټولنو د ګډو ودونو پروګرامونه جوړ کړل، خو بیا هم په هغو ودونو کې یوازینۍ موخه د ټولیز لګښت تصنعي راکمول و مګر په فردي توګه هغه لګښتونه په ځای و. دا کار د شریعت له اړخه هم ځینې اندېښنې لرلې او د عادي ودونو لپاره یې کوم د پام وړ لاسته راوړنه نه درلوده.
د ودونو د لګښتونو د کمولو قانون
د کابل په ملي آرشیف کې د ودونو په هکله دوه مهم سندونه پراته و، چې یو یې د امان الله خان د وخت یو تقنیني فرمان و چې واده په څه ډول او په کومو لګښتونو وشي او بل یې د افغانستان د دیموکراتیک جمهوریت یوه لایحه ده. دواړه سندونه د ودونو د لګښتونو په کمولو ټینګار کړی. البته په دواړه کې ځینې مادې د بحث وړ شته چې کیدلی شوای په نوي قانون کې سمې شوې وی.
ځینو بنسټونو دا هڅه پیل کړه چې اوس هم د ودونو د لګښتونو د مهارولو لپاره قانون جوړ کړي، د قانون مسوده د کابل ښاروالۍ له خوا جوړه شوه، په قانون کې بیا هم ځینې ټکي مناسب نه و خو په هر صورت یوه په ځای هڅه وه. قانون د پارلمان په دروازو کې پاتې شو او هېڅ یادونه یې هم ونشوه. د ګڼو نورو علتونو تر څنګ هغه تجارتي مافیا چې د ودونو له لګښتونه ګټه ترلاسه کوي د دې کار اصلي لامل ګڼل کېدای شي. په کابل کې ډېری هوټلونه او د کالیو او زرو هټۍ او خرڅلاو ځایونه د وکیلانو او قوماندانانو دي. دوی هېڅ کله د داسې قانون ملاتړ نه کوي چې خپله ګټه یې له لاسه ووځي. نو د قانون کیسه دا شپږ کاله ورکه ده.
زه هم په دې برخه کې خپلو ارزښتونو ته ژمن پاتې نشوم، زموږ دواړو کورنۍ زموږ دوو د حضور پرته د واده لګښتونه کول او په هېڅ لګښت کې زموږ دواړو خوښه نه وه. بلکه زموږ د کورنیو غړو هغه څه کول چې بله ورځ څوک ورته ونه وايي چې ولې دې دا کار نه دی کړی. د خلکو د خبرو لپاره یې د واده د آمادګۍ لپاره لکونه لګښت وکړ. په دې لګښت کې یوازې تجملي او نمايشي توکي اخیستل شوي. یوه جوړه کالي په ۳۰۰۰۰ افغانۍ او ۴۰۰۰۰ افغانۍ اخیستل شوي. د ژوند اساسي اسباب چې په ژوند کې آسانتیا رامنځ ته کړي په دې لګښتونو کې شامل نه دي.
غونډې، ناستې او ميلمستياوې جوړول
د واده لپاره تر پرېکړې وروسته ډېرې بېځایه او په ځای ناستې او غونډې شته چې د ډېرو لګښتونو سبب کېږي. له لومړۍ پریکړې وروسته چې لفظ یا دعا ورته ویل کېږي؛ د ګل د ورکړې غونډه، د شیریني خوري غونډه، د نکریزو د شپې غونډه، د واده غونډه، په بېلابېلو موسومونو کې د اخترونو عیدي، د نوي کال نوروزي، د برات د شپې ناسته، د مینې ډوډۍ (طبق مهر و محبت)، یو بل ته دپښه خلاصۍ میلمستیا، له واده وروسته تخت جمعي (د ډالیو د ټولولو ورځ)، د نورو خپلوانو میلمستیا او داسې نورې ناستې.
په ټوله کې میلمستیا او ناسته د شریعت له لحاظه کومه ستونزه نه لري او میلمستیا او ناستې د کورنۍ د اړیکو د ټینګښت لپاره اړینې بلل شوي دي. خو دا چې دا میلمستیاوې او ناستې په کومه بڼه او په کومه کچه وي په دې هکله په دې ټینګار باید وشي چې له اصراف او بیځایه لګښتونو ډډه وشي.
خو زموږ دغه غونډې، ناستې او میلمستیاوې زما په ګمان بیځایه لګښتونه دي چې باید له منځه یوړل شي او یوازې محدوده ناستې د کورنۍ تر منځ جوړې شي. له لفظ وروسته د ګل یوه وړه غونډه به مناسبه وي، وروسته له هغې مناسب واده او له واده وروسته د دواړو کورنیو ترمنځ میلمستیاوې د کورنیو د اړیکو لپاره مناسب کار دی. په افغاني دود کې ځینې ټکی مناسب دي. ځکه دوې کورنۍ باید د نوې جوړې شوې اړیکې له وجې یو بل سره وپيژني او د دې لاره همدا وړې میلمستیاوې دي.
کیدای شي د وخت له مخې زه د ځینو غونډو او ناستو جوړولو ته نه وم اړ شوی، خو بیا هم په دې برخه کې زموږ کورنۍ ډېر بېځایه لګښتونه کړي دي.
د خلکو رابلل او راتګ
په پورته ټولو غونډو، ناستو او میلمستیاو کې بل ستونزمن کار د میلمنو رابلل دي. د صدقه خبره چې پورته په لګښتونو کې یې یادونه وشوه، هغه کس ته باید ورکړل شي چې اړتیا ورته لري. خو دغه غونډې په هېڅ وجه د اړو کسانو لپاره نه جوړېږي. نو بیا هم ډېر نمایشي او د ځانګړو خلکو د خوشحالولو لپاره جوړېږي. که چېرې غونډې راکمې شي او په هره غونډه کې محدود کسان راوبلل شي نو ډېر ځوانان به له شته ستونزو راووځي. معمول ده چې د لفظ لپاره به یو، دوه یا دری مشران ورځي، د ګل لپاره باید یو لس کسه وي او په واده کې هم باید شمېر ډېر راټیټ شي. او هغه کسان راوبلل شي چې دواړو کورنۍ ته ډېر نژدي وي او د دواړو جوړو نژدي ملګري ورته راوبلل شي. نهایت شمېر یې باید له سلو تنو زیات نه شي. د پښه خلاصۍ په میلمستیا کې هم باید یوازې یو د بل کورنۍ راوغوښتل شي او له نورو بیځایه او لرو خلکو له رابللو ډډه وشي.
د خلکو ورتګ یوه بله کړکیچنه مسئله ده، ډېر کله له یوه کورنۍ دوه کسه رابلل شوي، خو راغلي اته کسه وي. دا په خپل وار واده کوونکي ته یو لوی ګوذار دی. زما یوه ملګري خپل واده ته ۴۵۰ کسان راغوښتي و، ده ویل شمېر کم دی نو قیمته هوټل نیسم خو راغلي میلمانه یې ۸۵۰ کسان شول. له واده یې کال پوره شو خو لاتراوسه هم زما پوروړی دی او په همدې توګه له نورو هم پوروړی دی.
لومړی باید د میلمنو په رابللو کې دقت وشي او ډېر خلک راو نه بلل شي او بل هغه کسان چې رابلل کېږي باید شمېر او د خپل ګډون اړتیا په پام کې ونیسي. زه ملګرو د خپل ورور، خور، وراره، د تره زوی، ماما، کاکا او خپل واده ته وربللی یم. د ده خپل له واده پرته د ده د ټینګار له وجې ورغلی یم، خو د هغو نورو ته یې نه یم ورغلی. یو ماما یا کاکا یا تره زوی کې ۲۰ نژدې خپلوان ولري او هر یو خپل ملګري راوبولي نو د واده د میلمنو شمېر له رزګونو اوړي. نو ځکه میلمه خپله باید د خپلو ورتګ اړتیا وویني. زموږ په ودونو کې د واده لپاره داسې خپلوان رابلل کېږي چې نوم یې لا نه وي زده او له بل کس یې پوښتنه کېږي چې هغه پلانکی چې په پلانکي ځای کې وسي او د پلانکي کس زوی دی څه نومېږي چې واده یا بل پروګرام ته یې راغواړو. نو په دې توګه د میلمنو زیات رابلل او د میلمنو په خپل سر راتګ ډېرې نورې ستونزې رامنځ ته کوي.
د واده ډالۍ
په واده کې نوې جوړه نورو ته ډالۍ ورکوي او هم خلک نوې جوړې ته ډالۍ ورکوي. د ډالۍ ورکړه په مناسبو حدودو کې به کومه ستونزه نه وي. خو کله چې یو څوک مقابل لوري ته پنځوس جوړه کالي، لسګونه چپنې، پټو ګان او لونګۍ ورکوي په هیڅ وجه د تأمل وړ نه دي. همداسې دود دی چې نژدې خپلوان نوې جوړې ته ډالۍ ورکوي. دا دود ډېر غربي دی او هلته د نوې جوړې لپاره د هغوی د مسلک او راتلونکي ژوند مطابق ډالۍ د ملګرو او کورنۍ له خوا ورکوي. خو دلته دا کیسه جبري ده نژدې خپلوان اړ دي، چې تر ټولو ګران بیه ډالۍ نوې جوړې ته ورکړي. دا کار د دې باعث کېږي چې د نورو لپاره کورنی تاوتریخوالی او اقتصادي ستونزې رامنځ ته کړي.
زموږ یوه خپلوان خپله میرمنه په دې وهلې وه چې میرمنې یې د یوې نوې جوړې لپاره د سرو زرو ګوتمۍ په داسې حال کې اخیستله چې هغه کس په پورونو کې ډوب و. خو میرمنې یې د سیالۍ او شریکۍ لپاره نه غوښتل چې د نورو په وړاندې کمه ووایه او د ډالۍ په اخیستو یې ټینګار کولو چې پایله یې په خپل ژوند کې تاوتریخوالی شو.
زما چې کله کوژدنه وشوه له ټولو مې وغوښتل چې نه زه چاته ډالۍ ورکوم او نه دی موږ ته څوک ډالۍ راکوي. په ظاهره ټولو راسره ومنله، خو مقابلې کورنۍ د خلطي په نامه د ډالیو غوښتنه وکړه او زموږ کورنۍ هم ورکړه، هغوی بېرته دوی ته لسګونه جوړه کالي ورکړل.
زما یوې نژدې خپلې چې د ژوند بهیر یې ماته ښه رامالوم دی، په ډېرې خوارۍ خپل ژوند مخ ته وړي، کونډه ده او یتیمان یې خپل په مېړانه وروزل. اوس یې هم اقتصادي ستونزې بې حده زیاتې دي. پوروړې ده او د عادي ژوند د مختګ لګښتونه هم پوره نه لري. ماته یې د ډالۍ وویل ما له ډېر بحث وروسته قناعت ورکړ چې ډالۍ رانکړي. خو په عین وخت کې یوې بلې خپلې د سرو زرو ګوتمۍ زما میرمنې ته ورکړه. ما هغه نشوای ردولی ځکه له بازاره یې اخیستې وه او زما میرمنې ته یې ورکړې وه، سره له دې چې بحث مې ورسره وشو چې دا کار سم نه دی او زه مو د دې ډالۍ لپاره منندوی نه یم. خو د رد واک مې یې نه درلود. دې کار هغه کونډه بیا راوپاروله او دا ځل یې ټینګار وکړ چې پور به کوي او ماته به ډالۍ راکوي. او ګوتڅنډنه یې راته وکړه که چېرې یې زه نه منم نو بیا به خپه وي او خپله اړیکه به راسره پرې کوي.
نو په دې توګه ډالۍ د اقتصادي ستونزې تر څنګ ټولنیزې ناخوالې، بیځایه سیالي او شریکي رامنځ ته کوي چې هېڅ مناسب کار نه دی.
پايله
د ودونو زیات لګښتونه ددې باعث کېږي چې ډېری ځوانان د خپل ژوند په جوړولو کې پاتې راشي او دا کار د اخلاقي او جرمي فسادونو زیږنده دی. اوس زما خپله تجربه راته وايي چې زموږ او نورو مبارزه د نورو لپاره وه نه زموږ خپل ځان لپاره، موږ د نورو لپاره مدني ارزښتونه غوښتل مګر موږ خپله نشوای کولای چې اسلامي او مدني ارزښتونه وپالو. ټولنیزه سمون یوه خورا ستونزمنه چاره ده، که څوک غواړي ټولنیز سمون راولي باید د ټولنې په بطن کې وي، خو کې غواړي چې د ټولنې په بطن کې وي باید د ټولنې په شان وي. چې د ټولنې بیځایه ارزښتونو ومني بیا ټولنیز سمون په ځای پاتې کېږي. نو ځکه فردي هڅه د سمون لپاره هیڅ مناسبه پایله نه لري. یوازینۍ د حل لاره د ټولنیز سمون لپاره په لویه کچه دولتي پروګرامونه او پالیسي ته اړتیا لري. دولت باید په دې برخه کې قانون تصویب کړي او د هغې د پلي کولو لپاره د څارونکو ارګانونو له خوا جدي څارنه او پلي کونه وشي.
نور نو خدای دې وکړي چې موږ سم شو، ګڼې د شاعر خبره:
ترسم که نه رسي په مکه ای اعرابي ++ این ره که تو میروی په ترکستان است
وروستۍ څرگندونې