د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون ته باید پاملرنه وشي
ګرانو لوستونکو زموږ هېواد د تاریخ په اوږدو کې د ډېرو کړکېچونه سره مخ شوی دی. په تېره بیا په دې اخیرو دوو لسیزو کې زموږ هېواد ډېر کړاوونه ګاللي او هره څانګه یې د جګړو له امله ستونزمنه شوېده. که موږ دغه ټولو ناورینونو ته ځیر شو نو موږ ته به دا جوته شي چې د دې ټولو ناخوالو اصلي لامل دې ښوونیز نظام خرابتیا ده. کله چې کمونیستي نظامونه په قدرت ورسېدل، نو هغوی زموږ د ښوونې او روزنې په سیستم کې ډېر تغییرات راوړل او زموږ اصیل ښوونیز نظام یې د خپلو غوښتنو پر بنسټ جوړ کړ. خو زموږ ګرانو هېوادوالو د هغوی نظام و نه مانه او حتی تر دې چې د هېواد په ځېنو برخو کې ښوونځي وتړل شول. وروسته له هغې، کورنۍ جګړې د دې باعث شوې چې ښوونه او روزنه له منځه لاړه شي او یا دا چې په ټیټه کچه باندې موجوده وي. کله چې د دوهم ځل لپاره د خدای (ج) په لورینه زموږ ګران مجاهدین وتوانېدل چې د دوهم ځل لپاره بری ومومي نو د دې موقع مساعده شوه چې زموږ وګړي په سوله ایزه فضا کې خپل ژوند ته ادامه ورکړي.
داهغه وخت وؤ چې ټولو ملګرو هېوادونو افغانستان ته خپلې مرستې پیل کړې، خو د بده مرغه دغه مرستې زموږ په هېواد کې په اصلي ځای کې مصرف نشوې، مګر هغه د ځينو واک دارانو او زورواکو په جیبونو کې لاړې، که د هېواد لپاره هم څه مصرف شوي وي بیا هم هغه په سمه لاره نه دي مصرف شوي، چې ګټه ترې واخیستل شي . زما په اند که دغه مرستې د لومړي ځل لپاره د ښوونې او روزنې لپاره مصرف شي، نو د هېواد لپاره به ډېرې ګټورې تمامې شي. دا ځکه چې د هر هېواد بنسټ ښوونه او روزنه جوړه وي.
لکه څنګه چې اوس لیدل کیږي د هېواد په هر څانګه کې د ښوونې او روزنې سیستم مستقیمه اغیزه لري. اوس چې لیدل کیږي زموږ هېواد ته نه تنها څیزونه واردیږي، بلکه کارکوونکي هم له بهر څخه راوستل کیږي او له بهره مشاورین او کارکوونکي راځي. داځکه چې زموږ ښوونیز نظام ته پاملرنه نه ده شوې او موږ خپله پوه او روزل شوې کارکوونکې نه لرو. د د ې ستونزې د حل لپاره یواځنۍ لاره دا ده چې ښوونې او روزنې ته پام ونیول شي تر څو موږ خپله د دې هېواد وګړي وروزو.
ګرانو لوستونکو د لومړي ځل لپاره باید د ښوونې او روزنې پوهنتون ته ډېر پام وشي دا ځکه چې د هېواد ټول ښوونکي له دې پوهنتون څخه فارغیږي. که کله دوی ته د زده کړې سم شرایط برابروي نو دوی به وتوانیږي چې بېرته سمه روزنه او ښوونه وکړي. نو زه د دې لپاره چې زموږ یوا ځنۍ موخه «د هېواد جوړول» سرته ورسیږي او زموږ ښوونیز نظام بېرته را ژوندی او پرمختګ وکړي، نو زه دغه لاندې خبرې، واکدارانو ته وړاندې کوم.
- د ښوونې او روزنې پوهنتون باید یو بریښنایي کتابتون ولري، تر څو د هغو زده کړیالان و توانیږي په هر لحظه کې د نړۍ له حالاتو خبرشي. د بریښنايي کتابتون جوړونه یواځې په دې سبب ممکنه ده چې زده کړیالانو ته د Internet آسانتیا په پوهنتون کې مساعده شي. لکه څنګه چې لیدل کیږي د افغانستان په نورو پوهنتونونو کې د زده کړیالانو لپاره د Internet آسانتیا شته، خو د بده مرغه د ښوونې او روزنې د پوهنتون زده کړیالان له دې آسانتیا څخه محروم دي.
- د دې لپاره چې زموږ پوهنتون په نوې بڼه یا Credit سیستم سمبال دی، نو ځکه باید د زده کړیالانو لپاره په ژمي او اوړي کې د لوستنه زمینه برابره شي یعنې دا چې په اوړي کې باید ټولګي په سړونکو اسبابو سمبال وي او په ژمي کې باید په بخاریو او مرکز ګرمیو سمبال شي.
- د ښوونې او روزنې د پوهنتون ښوونکو او زده کړیالانو ته باید ښوونیز برسونه ورکړل شي، تر څو د دې پوهنتون ښوونکي د لوړو زده کړو لپاره بهر ته لاړ شي او لوړې زده کړې پای ته ورسوي، او زده کړیالان دې یې د زده کړې لپاره پرمختللو هېوادونو ته ولیږل شي. وروسته له رستنېدو څخه باید بېرته په همدې پوهنتون کې ونیول شي.
- د دې لپاره چې د دې ځای زده کړیالان د ښوونکو له تجروبو څخه څه زده کړي؛ باید په دریم ټولګي کې هغوی ته زمینه مساعده شي، چې ښوونځیو ته لاړ شي او د خپلې څانګې سره سم ښوونکی آزمیښت یا Observe کړي. دا کړنه د دې لپاره ګټوره ده، ځکه چې زده کړیالان کولای شي د خپلې څانګې د ښوونکو څخه څه زده کړي. او کله چې دغه زده کړیالان څلورم ټولګي ته بری مومي باید هغوی ته اجازه ورکړل شي چې په ښوونځیو کې درس پرمخ بوځي او دې مربوطې څانګې ښوونکی باید همدغه زده کړیال آزمیښت یا Observe کړي او د خپل آزمیښت پایله دې په رسمي توګه پوهنتون ته واستوي. د دواړو ټولیګو فعالیتونه باید Credit ولري تر څو زده کړیالان مجبوره شي هغه ترسره کړي. دا مسئله هغه وخت امکان لري چې د ښوونې او روزنې د وزارت سره په تفاهم کې ترسره شي.
- د اداري اختلاس او فساد مخه باید ونیول شي، ترڅو زده کړیالان په مفتو نمرو کامیاب نشي، دا ځکه چې هغوی بیا نه توانیږي سمه روزنه او ښوونه وکړي. د دې موضوع د مخنیوي لپاره يواځنۍ لاره دا ده چې د ښوونې او روزنې د پوهنتون ټول سیستم په کمپیوټر سمبال شي. یعني د پایلو اوډنه او د اسنادو ثبت باید په کمپیوټر ترسره شي. د دې موضوع په اړوند زه څو نور وړاندیزونه لرم.
- د هر پوهنځي تدریسي مدیریت ته باید یو کمپیوټر ورکړل شي، تر څو د هغې په واسطه پوهنځی وکولای شي خپل کار سرته ورسوي. دا کمپیوټر کیدای شي چې د دولت له بودیجې څخه واخیستل شي او یا هم دا چې له یوې موسسې څخه مرسته واخیستل شي. که کله دا امکان نه لري نو باید له موجودو کمپیوټرونو څخه کار واخیستل شي، یعني په هر ریاست کې کمپیوټر ايښودل شوی، مګر د هغوی کارونکي نشته، دوی باید همدغه کمپیوټر تدریسي مدیریتونو ته ورکړي. که کله په مشرانو خپل کمپیوټر ګران وي، نو بیا دې له زده کړیالانو څخه د کمپیوټر د اخیستلو لپاره اعانه ټوله شي.
- که کله په تدریسي مدیریتونو کې د کمپیوټر د کارونکو ستونزه پېښېږي نو باید دولت ټولو تدریسي مدیرانو ته د کمپیوټر د زده کړې کورس دایر کړي، که کله دا نا ممکنه وي نو بیا دې له زده کړیالانو څخه مرسته واخیستل شي. زموږ په زده کړیالانو کې ځېنې کسان شته چې په کمپیوټر ډېر پوهیږي. که کله د هغوی د بې باورۍ مسئله پېښېږي نو اهیئت دې ورته وټاکل شي، چې څارنه یې وکړي.
- د هرې آزموینې پایله باید د آزموینه صبا ته ښکاره او د هر پوهنځي په اړوند خبرتیايي تخته (ویترین) کې وزړول شي. تر څو په هغې کې د له لاس وهنې مخنیوی وشي.
- د عمومي پایلو لپاره باید په کمپیوټر کې یو پروګرام یا Database جوړه شي، چې په دقیقه توګه پایلې جوړې کړي. که کله په دې کې د لاس وهنو شک پیدا کیږي، نو وروسته له جوړولو څخه دې، هغه چاپ یا Print ترې واخیستل شي، او بیا دې مهر او ټاپه پرې ولږوي تر څو بدلون و نه مومي.
- هر پوهنځی باید یو خبرتیايي تخته ولري، چې د آزموینې پایلې او نورې خبرتیاوؤ په کې زوړندې شي.
- د ښوونکو تر منځ باید هم غږي را منځ ته شي، تر څو ښوونکي د یو بل له تجاربو څخه ګټه پورته کړي.
- په پوهنتون کې باید یو مجهز خوړنځی جوړ شي، تر څو زده کړیالان د خپل وخت مصرفولو ته مجبوره نشي. دا ځکه، کله چې یو زده کړیال په اوله دوره کې درس وایي نو په دولسو بجو له درسه خلاصیږي. که کله هغه د ډوډۍ خوړلو لپاره لېرې ځای ته ځي، نو بېرته دوهمې دورې ته ځان نشي رسولی. مګر که کله خوړنځی په پوهنتون کې شته وي، نو زده کړیالان به وتوانیږي د خپل وخت د ضایع کولو څخه مخنیوی وکړي.
ګرانو لوستونکو که تاسې خپله یوې ښوونیزې سیمي ته ننوځی نو تاسې به خپله بوجۍ بوجۍ ستونزې ووینۍ، مګر ما له هغو ستونزو څخه ځینې مهمې د قلم پر څوکه ولیکي. البته دا زما خپل نظر دی چې مشرانو ته یې وړاندې کوم. زه په دې هېله یم چې زما دغه څو خبرې د بخارۍ د تودښې لپاره ونه کارول شي. بلکه هغو ته پاملرنه وشي، او غوښتل شوي شیان پر ځای شي. زه په پای کې له هغو ټولو څخه مننه کوم، چې د ښوونې او روزنې په جوړولو کې خپلې خولې تویوي او د خپل ژوند موخه یې ښوونې او روزنې ته کار ټاکلې ده. په دې هيله چې یو ځل بیا یو ښه ښوونیز نظام ولرو تر څو زموږ هېواد پرمختګ او نیکمرغۍ ته مخ شي.
په درنښت
سیدعبدالله ولي زی
وروستۍ څرگندونې