ملي اټن زموږ په ټولنه کې خورا ډېر د اهمیت وړ دی او په هر سېمه کې ډېر علاقمند لري. ما دغه لږ معلومات له راډیو او له خلکو څخه را ټول او په دې لیکنه کې مې ځای کړي دي، په دې هېله چې ستاسو د پام وړ وګرځي.
په زرګونو کلونه مخ کې کله چې وګړو په مزارعو کې ژوند کاوه، د دې په لټه کې وو چې د خپل ژوند لومړنۍ اړتیاوې ومومي. کله به چې وزګار شول او یا به په څه شي اخته وو د ځان سره به یې بدلې بللې. ده لومړني ګامونه وو چې د بدلو او آوازونو په برخه کې ترسره شول. برسېره پر دې کله به چې دوی ته خوښې لاره ورکوله او یا به یې له خپلو کارونو څخه رضایت ښوده، د خوښۍ لاسونه به یې پړکول، خپلو سرونو ته به یې موزون حرکات ورکول او خپله خوښي به یې څرګندوله. دا په ګډا کې لومړني مراحل وؤ چې بشر ترسره کړل، وروسته بیا ګډاوو مختلف ډولونه غوره کړل، په هره سېمه پورې وتړل شول او هغوی ته ځانګړي نومونه غوره شول.
اټن هم له دې ګډاوو څخه دی چې موږه ورسره پیژندګلوي لرو او د افغانستان په مختلفو سېمو کې ترسره کیږي. د اټن تاریخ د آریانا له زړه دورې څخه پیل شوی دی. آریانا په خپلو لومړنیو ټولنیزو غونډوکې ټولنیزې ګډاوې درلودې چې د اټن په نامه یادېدې. موږه ته اټن له هغوی څخه میراث پاتې دی. اټن هم ځانګړي ډولونه لري او په هر سیمه پورې اړوند دي. د آریایانو اټن د نژاد پر بنسټ په دریو څانګو ویشلی شو. (۱- نارینه اټنونه، ۲- ښځینه اټنونه او ۳- مشترک اټنونه)
د ویدا په دوره کې اټن نور هم پرمختګ وکړ دا ځکه چې د ګډا برسېره د اټن سره بدلې هم و غږول شوې. په دې دوره کې اټن له څو نورو هنرونو (بدلې یا آواز او میوزیک) سره یو ځای او په مشترک ډول جوړ شو.
د اټن لپاره سمسور او مرکزي لوبځایونه غوره کېدل ترڅو د لرو او نژدو سېمو خلک په کې ګډون وکړی شي. په دې لوبځایونو کې به اټنچیانو اټن کاوو او لیدونکو به د لیدنه لپاره راټولیدل.
آریائي ځوانانو به خپلې اوږدې څڼیې په غوړیو غوړې او په خپلو ټوبیو به یې صحرایي ګلان ټمبول. ډله ډله به د اټن د میوزیک د غږولوسره ډګر ته راتلل او کړۍ به یې جوړولې. ډول به وهل کیدا او اټنچیانو به حرکات د ډول سره سم موازي ترسره کول. کله به چې ډول تیز شو، نو حرکات هم تیزیدل او تر هغه وخته به یې دوام کاوه تر څو چې د پښو ګردونه به آسمان ته لاره وکړه او اټنچیانو به په فوټو ټوپونه وهل.
د آریایانو په وخت کې اټنونه د شپې او ورځې له خوا ترسره کېدل. کله به چې د شپې له خوا تر سره کېدل نو د اټن د کړۍ ترمنځ به اور بل وؤ، د اټنچیانو سیېره یې د شاوخوا کلاوو پر دیوارونو څرګندوله چې همدې سیېرو په اټن کې یو عجیب عظمت جوړاوه. او خلکو ته به ډېرپه زړه پوری وو.
د دې ترڅنګ چې آریایانو د خوښۍ د څرګندولو لپاره اټن کاوه، د دې لپاره چې د ځوانانو وېنه په جوش را ولي د جګړو په ډګرونو کې به یې هم اټن کاوو. او دا د دې سیمې د جګړو د بریاوو یو برخمن علت دی.
کله به چې په دې سېمه یرغلګرو بریدکاوه، نو ډولونه به وهل کیدل، له هغې څخه به قهرجن غږونه په غوږو کیدل، ځوانان به د تورې سره د جګړې ډګر ته راتلل، په صفونو کې به ولاړ او د جګړې برید ته به یې ځان چمتو ګڼلا.
لحظې تېرې شوې، زمانې تېرې شوې خو د آریایانو اټنونه لا هم شته او د افغان ملت په دود کې لویه برخه جوړوي. اټنونه د افغانستان په مختلفو قومونو کې شته، او د اټنونو بدلې بلل کیږي. په ځانګړې توګه ویلای شو چې اټن دپښتو په شفاهي ادبیاتو کې په هماغه شان منځ ته راغلی او هماغه مطالب یې حفظ کړي دي.
په پای کې له ټولو هېوادوالو څخه غواړم چې خپل دغه دود هېر نکړي او هر کله یې ژوندی وساتي.
د استاد حبيب الله رفیع د راديويي مجلې څخه نچوړ
وروستۍ څرگندونې